عبدالله بختانی خدمتگار د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د بختان د کلي اوسېدونکى و، لومړنۍ زده کړې په خپل کور کي له خپل مور او پلار نه پيل کړي او بيا د نورو استادانو څخه يې عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقايد، ميراث، صرف و نحوه، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق د ننگرهار او کابل په ولسي مدرسو کي، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار لوستي وو.
د هغه لسګونه کتابونه چاپ سوي او لسګونه نور يې چاپ ته تيار دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون