یو ځانمرګی برید په لښکرګاه ښار کي د پولیسو پر دوهمه امنیتي حوزه او دوهم په نادعلي ولسوالۍ کي د ملي پوځ د لوا پر مرکز سوی.
د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي خبریالانو ته وويل، چي په لښکرګاه ښار کي د پوليسو پر دوهمه حوزه سوې ځانمرګی برید موټر په وسیله سوی چي د تلفاتو په اړه به يې جزیات وروسته له خبریالانو سره شریک کړي.
ده زیاته کړه، چي اوس سیمه د امنیتي ځواکونو د تحقیقاتي ټيم په واک کي ده.
د وهمه حوزه د لښکرګاه ښار په مرکزي برخه کې موقعیت لري.
بلي خوا ته نن سهار د لښکرګاه په شمال د نادعلي ولسوالۍ په ماتکي سیمه کي د ۲۱۵ میوند قول اوردو پر لوا د حاموي ټانګ په وسیله ځانمرګي برید کې د پوځ ۴ تنه وژل سوي او ۳ تنه نور يې ټپیان سوي.
پېښه نن سهار ۷ بجې او ۳۰ رامنځ ته سوې.
د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چي ځانمرګی موټر بم حمله د یوه نظامي حاموي ټانګ په وسیله سوې.
سرچینه زیاته وي چي ځانمرګي برید کونکي غوښتل له چاودیدونکو توکو ډک حاموي موټر په ماتکي سیمه کي د ملي پوځ د لوا مرکز ته داخل کړي چي په نظام قرول کي يې مخه ونیول سوه خو په چاودنه کي د ملي پوځ ۴ تنه وژل سوي او ۳ تنه نور يې ټپیان سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون