د فېبروري ۱۵مه له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو ۳۱ مه کلیزه ده، چي په افغانستان کي لمانځل کیږي. دغه ورځ په شنبه د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د دغه قول اردو د منسوبینو او قومي مشرانو له خوا ولمانځل سوه. د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان برید جنرال میر اسدالله کوهستانی وویل، پخواني شوروي ...
Read More »په هلمند کي ۵۰ دیني عالمان او د مسجدونو امامان د کمپیوټر او انګرېزي له زده کړو څخه فارغ سول
رپوټ: جواد داوري دغه دیني عالمانو او د مسجدونو ملا امامانو د شپږو میاشتو په موده کي وکولای سوه، چي د کمپیوټر سره بلدتیا پیدا او کار ور څخه واخلي همداراز په انګرېزي رواني خبري هم کولای سي. فارغ سوي دیني عالمان او د مسجدونو ملا امامان چي په انګرېزي رواني خبري کوي وایي؛ د دوی له پاره د حیرانتیا ...
Read More »که چیرې طالبان دتاوتریخوالي پر کمولو کي بریالي سول نو له افغانستانه به نړیوال ځواکونه کم سي
پر همدې مهال د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ وایي، که چیرې طالبان دتاوتریخوالي کمولو کي بریالي سول نو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر کمولو فکر کیږي، خو ناټو دمګړی افغانستان نه پرېږدي. د ناټو سرمنشي دغه څرګندوني د جرمني په مونيخ امنیتي کنفرانس کي د وینا پر مهال کړي دي. هغه زیاته کړه، په افغانستان کي د ناټو له ...
Read More »په تېرو ۳۰ کلونو کي دا اول وار دئ، چي دهله په دلوه کي پارچاویږي
رپوټ: خالد همت په کندهار کي باغداران وایي، دوی خوښ دي چي له ډېرو کلونو وروسته د دهلې بند له اوبو څخه ژر ډک او پارچاویږي. دوی وایي، د اورښتونو اوبه د کښتونو له پاره ډېري ګټوري دي، ځکه چي له دې سره نباتات وده کوي او للمي غنم ښه حاصلات ورکوي. دوی وايي، سږ کال ډیر بارانونه وسول او ...
Read More »د کندهار يو شمېر اوسېدونکي: د بهرنيو هيوادونو لاس وهني د افغانستان جګړه نوره هم ډېروي
رپوټ: مهتمم صالح د سلواغې د مياشتي ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي د سره پوځ د وتلو ورځ ده. کندهار ښاريان وايي، که چيري د روسانو له وتلو سره سم نړيوالو له افغانستان سره مرستي کړي وايي، ښايي رواني ناخوالي له منځه تللي وايي. دوی وايي، وروسته له هغه چي د شوروي سور پوځ له افغانستان څخه ووتئ، نړيوالو ...
Read More »د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ
د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. د چین د روغتیا ملي کمېسیون و ویل چي تازه شمېر څرګندوي، چي ۱۲۲ کسان نوي د کرونا وایروس له امله مړه سوي چي ۶ د روغتیايي مرکزونو کارکونکي دي. له دې اعلان سره جوته سوه، چي په چین کي په کرونا وایروس له امله ...
Read More »د خوست دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکي د صحي خدمتونو څخه شکایت کوي
رپوټ: نسیم لېوال دلته په خوست کي خلګ له کلونو راهیسي دروغتیايي ستونزو څخه شکایت کوي، دوی وايي دنړیوالو په ميلیونونه امریکايي ډالرو مرستو سره سره بیا هم دروعتیا په برخه کي ستونزي سته او خدمات ئې معیاري نه سول په همدې مهال دخوست دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکي وايي دروغتیا په برخه کي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، دوی ...
Read More »د کندهار يو شمېر حق الزحمه ښوونکو ته د تېرو څو مياشتو معاشونه نه دي ورکول سوي
رپوټ: مهتمم صالح له تيرو شاوخوا شپږو مياشت څخه د کندهار بالمقطع ښوونکو چي په ښار کي ئې ټولي ښځينه دي معاش نه دئ اخيستی او ډېرو حق الزحمه ښوونکو ته هم معاش نه دئ ورکړل سوی. دغه ښوونکي وايي، کورنۍ ئې د دوی معاش ته سترګي په لار وي، خو معاشات ئې په مياشتو مياشتو ځنډيږي. دوی غوښتنه کوي، ...
Read More »د کندهار د عامي روغتيا مسئولين: د کرونا ناروغۍ د مخنيوي له پاره ئې تدابیر نيولي دي.
رپوټ: مهتمم صالح که څه هم په افغانستان کي د کرونا نارغۍ نښي نه دي ليدل سوي، خو د کندهار عامي روغتيا رياست مسئولین وايي، دوی د يادي ناروغۍ د وقايې له پاره پوره اماده ګي لري. د عامي روغتيا رياست مرستيال ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، دوی د ياد وايروس د مخنيوي په موخه په ټولو پولو او هوايي ...
Read More »په کندهار کي د سه شنبې ورځي راهیسي باران ځیني کورونه نړولي دي
ریپوټ: خالد همت په کندهار کي د بارانونو له امله زیانمني سوي کورنۍ وایي، د سرپناه ځای او د خوړلو لپاره څه نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دي. د یوې زیانمني سوي کورنۍ غړي وايي، درې خوني ئې درلودې، چي یوه خونه ئې هم د باران له امله نړېدلې، او په پاته دوو خونو کي ژوند کوي، ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون