رپوټ: مهتمم صالح کندهار ښاريان وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو اعلان دوی اميدواره کړي، چي په هيواد کي به بیرته کارو بارونه پیليږي. دوی وايي، د پايلو ځنډ د کارونو مخه نيولې وه او خلګو د ماښام يوه ګوله ډوډۍ نه سوای پيدا کولای، خو اوس تمه سته چي بیرته به کاروبارونه پیل او خلګو ته به د کار ...
Read More »په دوبۍ کي د افغانستان د کرهڼیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل سو
د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په دې نندارتون کي چي پرون ناوخته پیل سوی دئ، ۱۵۰ هيوادونو ګډون پکښي کړی دئ. نوموړي وویل، افغانستان په دې نندارتون کي د افغاني محصولاتو ۲۶ غُرفې لري. هغه زیاته کړه، افغانستان په دې نندارتون کي فعاله حضور لري او دغه نندارتون درې ورځې نور هم دوام کوي. د هغه ...
Read More »کندهار ښار والي د زاړه ګمرک د دوکانونو مالکانو ته د ملکیت سندونه ورکړل
رپوټ: خالد همت د کندهار ښار وال محمد رفیع حیات، د سه شنبې په ورځ د زاړه ګمرک د هغو دوکانونو مالکانو ته د ملکیت سندونه ورکړل، چي د ښاروالي له خوا ئې دښار د احمد شاهي جادې په اوږدو کي پخواني دوکانونه استملاک سوي وه. حیات له دغه دوکاندارانو څخه مننه وکړه، چي د ښار او ښاریانو له پاره ...
Read More »ولسمشر غني: د هيواد سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان د دې سیاسي بهیر برخه ګرځي
د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هيواد سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان د دې سیاسي بهیر برخه ګرځي. ښاغلي غني چي پرون ئې په ټاکنو کي د خپل ټیم د بریا په اړه غونډه کي خبري کولې وویل، ژمن دی چي ټول افغانستان ته به سوله راولي. ښاغلی غني وايي، ټاکل سوې، چي دوی ...
Read More »کندهاري خبريالان: دوی معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کي ډېري ستونزي لري
رپوټ: مهتمم صالح د ولسمشر د مرستيال وياند دوا خان مينه پال سره په يوه ناسته کي د کندهار يو شمېر خبريالانو وويل، دوی معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کي ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی وویل، ولايتي او نظامي ادارې ډېر وخت د معلوماتو په ورکړه کي ځنډ کوي او يا هم معلومات نه ورکوي. دغه راز ...
Read More »په ولسي جرګې کي د کندهار د خلکو استازو له بنديانو سره لیدلي او د هغوی دوسيې ئې څېړلي دي
رپوټ: مهتمم صالح نن په ولسي جرګه کي د کندهار يو شمېر استازو د رسنیو سره په خبرو کي وويل، دوی د کندهار محبس څخه ليدنه کړې او هلته د بندیانو قضيې څېړي. د ولسي جرګې وکيل ګل احمد کمين وايي، د کندهار محبس ډېر په بد حالت کي دئ، ځيني کسان بې ګناه بنديان سوي دي، چي د ټولو ...
Read More »د کرهڼي او مالدارۍ وزارت: په روان کال کي (۳۵۰) شنې خوني جوړي سوي دي
د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت وایي په روان کال کي له ۳۵۰ زیاتي کوچنۍ او غټي شنې خوني جوړي سوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چي دا کوچنۍ او غټي شنې خوني د هيواد په مرکز او ولایتونو کي جوړي سوي دي. د نوموړي په خبره، دا شنې خوني د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او ...
Read More »په ټوله نړۍ کي په کرونا وایروس تر ۷۱ زره ډېر کسان اخته دي
په ټوله نړۍ کي په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له ۷۱ زره کسانو او په چین کي یې هم چي د دغه وایروس د خپرېدو سرچینه ده، شمېر له ۷۰ زره تنو څخه اوښتی دئ. په چین کي د دغه وایروس له امله د مړو سوو کسانو شمېر۱۷۷۰ تنو ته رسېدلی دئ. د چین د روغتیا د ملي ...
Read More »د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه هوکړه به د رواني فېبروري په پای کي لاسلیک سي
د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې د لاسلیک کېدو خبره په دې وروستیو ورځو کي ډېره ګرمه سوې، خو هيڅ یوه لوري ئې تر اوسه کره نېټه نه ده معلومه کړې. د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه هوکړه به د رواني فېبروري په پای کي لاسلیک سي. دا خبره په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ...
Read More »په درو یا څلورو ورځو کي به د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان سي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د جنجالي رایو د بیا تفتیش او شمېرلو بهیر بشپړ سوی او په درې یا څلورو ورځو کي به د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي. د دې کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي، چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو پرېکړي، د شکایتونو د کمېسیون د همکارانو، د سیاسي ګوندونو، ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون