په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۱۵۰ تنه د سرحدي ځواکونو بریدملان چي څلور تنې ئې ښځي دي، له شپږو اوونیو زده کړو وروسته فارغ سول. د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال برید جنرال سید نجم الدین سادات په دې اړه جوړه سوې غونډه کي وویل، افغان ځواکونه که نارینه دي او که ښځي، ...
Read More »په کندهار کي دیني عالمانو او قومي مشرانو د پخواني شوروي اتحاد د شړلو ورځ ولمانځل
رپوټ: خالد همت په کندهار کي دیني عالمانو او قومي مشرانو د پخواني شوروي اتحاد د ماتي او له افغانستان څخه د هغوی د شړلو ورځ ولمانځل. په یاده غونډه کي دیني عالمانو او قومي مشرانو د پخواني شوروي اتحاد ماته د هغوی له پاره شرم وبلی او زیاته ئې کړه چي هیڅ بهرنی هیواد دي په افغانستان کي مداخله ...
Read More »په پلخُمري کي د ترقي په نامه یو باغ په ۱۳۰ جریبه مځکه کي جوړېږي
رپوټ: نور ګل اندړوال د بغلان د غوري سمنټو فابریکې له خوا په ۱۳۰ جریبه مځکه کي د ترقي په نوم د یوه باغ د جوړولو کار شروع سو. دبغلان د غوري سیمينټو فابریکې رئیس وايي، چي په دې باغ کي سږکال ۱۴۰۰۰ میوه لرونکي نیالګي ږدي، چي د خلګو په باور به هم چاپيریال سرسبزه سي او هم ...
Read More »په فراه کي سږکال د عنابو ۱۰۰ باغونه جوړېږي
د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کرهڼي وزارت په دغه ولایت کي د ۱۰۰ باغونو د جوړولو له پاره ۱۶ زره نیالګي پر باغوانانو وېشلي دي. د کرهڼي وزارت د معلوماتو پر اساس دغه باغونه د فراه په پشت رود ولسوالۍ کي جوړېږي. عناب هغه وچه مېوه ده چي د ارزښت له مخي په سرو زرو ...
Read More »د منظور پښتین ضمانت سوی دئ خو بیا هم بندي دئ
د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي اېم) د فېبروري پر ١٦مه په دېره اسماعیل خان کي په یوه ستره غونډه کي له حکومت څخه وغوښتل، چي منظور پښتین دي ژر تر ژره خوشي کړي. د رپوټونو له مخي دا غونډه د دېره اسماعیل خان په رته کلاچۍ میدان کي وه، چي د علي وزیر، محسن داوړ، ډاکټر سیدعالم مسعود او ...
Read More »ولسمشر غني: د څو کلن جنګ ختمولو ته چمتو یو او بشپړ تعهد لرو
ولسمشر غني د دې په بیانولو سره چي د سولي ډېره پېچلې پروسه په مخکي ده او هغه باید په تدبیر او عقلانیت مدیریت سي وايي، په افغانستان کي د څو کلن جنګ ختمولو ته چمتو دئ او بشپړ تعهد لري. له ارګ څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني په المان کي د مونیخ په امنیتي ...
Read More »د ملګرو ملتونو سرمنشي: د سياسي جوړي له پاره د تاوتريخوالي کمول مهم او اړين دي
د ملګرو ملتونو سرمنسي وايي، په افغانستان کي د سياسي جوړ جاړي، دوامداره اوربند او د باور فضا رامنځته کولو له پاره د تاوتريخوالي کمول مهم او اړين دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريز دغه څرګندوني پرون ماښام په اسلام اباد کي کړي دي. نوموړي د افغان کډوالو په اړه په يوه نړيوال کنفرانس کي دګډون له پاره وړمه ...
Read More »په کندهار کي د کابل اډې موټروانان وايي دوی په دغه اډه کي ډېر مشکلات لري
رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي کابل اډه د هيواد د ټولو ولايتونو تر څنګ د ګاونډو هيوادونو د مسافرانو له پاره يو ښه مځکنی ترمينل ګڼل کيږي، خو په دغه اډه کي موټروانان وايي، دوی په اډه کي له سختو ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره هغه اسانتياوي، چي بايد په يوه اډه کي موجودي وای، په ...
Read More »د کندهار اوسېدونکو د قوماندو د سیمي او ملا صاحب د سرای په اړه ولایتي شورا ته شکایت وکړ
رپوټ: خالد همت د کندهار د لسمي حوزې اړوند د قوماندو سیمي خلګ وايي، وروستیو بارانونو زیانونه ورته رسولي دي، ځکه چرۍ نه لري چي د باران اوبه ووزي او تر اوسه د کوم چا له خوا په دې برخه کي همکاري هم نه ده ور سره سوې. دوی چي ولایتي شورا ته ئې په دې اړه شکایت کړی وو ...
Read More »په چین کي د کرونا پېښي کمي سوي دي
چينايي چارواکو ويلي، نن درېيمه ورځ ده چي په کرونا وايروس د خلګو د اخته کېدو پېښي تر پخوا کمي سوي دي. خو د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چي په دې اړه څه ويل تر وخت مخکي خبره ده. چينايي چارواکو ویلي، پرون په دې وايروس ۱۴۲ کسان مړه سوي، چي د چين په قلمرو کي د مړو شمېر ورسره ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون