د پاکستان صدراعظم عمران خان نن تورخم ته سفر کوي او د یو لړ مراسمو په لړ کي به په رسمي ډول د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیسته ساتلو اعلان وکړي. عمران خان د تورخم په اړه داسي مهال دا پرېکړه کوي چي په وروستیو کلونو کي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله ترټولو ټیټي ...
Read More »ملګرو ملتونو او امریکا د کابل او پروان بریدونه غندلي دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتیرش او په دغه ټولنه کي د ګڼو هيوادونو استازو هم دا برید غندلی دئ. په دغو دوو بریدونو کي چي مسئولیت ئې طالبانو اخیستی، نږدې پنځوس کسان وژل سوي او لسګونه نور ټپیان دي. د پروان برید پر ټاکنیزو هڅو تر ټولو خونړی دئ، چي تراوسه کيږي. په ملګرو ملتونو کي د امریکا استازي ...
Read More »د ملګرو ملتونو دامنيت شورا په افغانستان کي د يوناما ماموريت يوکال نور وغځاوه
په ملګرو ملتونو کي د افغانستان ددايمي استازي له دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د امنيت شورا ټولو غړو په يوه اتفاق سره دا پرېکړه وکړه. په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دايمي استازي مېرمن (عادله راز) د ټولو هيوادونو او په ځانګړې توګه له اندونزيا او جرمني څخه مننه کړې، چي په دې برخه ...
Read More »د طالبانو د قطر دفتر يو بل پلاوى تهران ته تللى او له ايراني چارواکو سره يې ليدلي دي
د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټولنيزه شبکه ټويټر کي ليکلي چي د سياسي دفتر د مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ څلور کسيز پلاوی ايران ته سفر کړى دئ. هغه زياته کړې چي دغه پلاوي پرون په تهران کي د یاد هيواد د بهرنيو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره ليدلي دي. شاهين ويلي، د طالبانو پلاوي ...
Read More »کندهاري معلولين: د دوی کلنی معاش نه ورکول کیږي ځکه مامورين یې خپلو جېبونو ته اچوي
رپوټ: مهتمم صالح له تيرو څو کلنو څخه د کندهار معلولين او د شهیدانو وارثين شکايت کوي، چي د کار او ټولنيزو، شهيدانو معلولينو ریاست دوی ته کلنی معاش پر خپل ټاکلي وخت نه ورکوي. معلولين وايي، د کار کولو توان نه لري، خو په کور کي اولادونه ورڅخه ډوډۍ غواړي، چي دلته د ریاست مسئولين معاش پر خپل وخت ...
Read More »د هلمند د مرکز لښکرګاه په باباجي سيمه کي يو منځنی ښوونځی سوځلی دئ
د سيمي خلګ وايي، ښوونځی په مکمل ډول سوځېدلی دئ. د هلمند د پوهني رياست هم مني چي د باباجي د سيمي اړوند د کرغجد اولياء په نوم ښونځی سوځېدلی دئ، خو علت يې معلوم نه دئ. ښوونځی برېښنا نه لري او نه د اورلګېدني کومي سيمي ته نږدې دئ. د پوليسو يوې سرچيني ويلي چي د ښوونځي د اداري ...
Read More »په فراه کي د سړک غاړي د ماین په چاودنه کي پنځه تنه وژل سوي دي
د فراه د امنیي قوماندانۍ ویاند وايي، چي ماین د یکشنبې په ورځ د سيخ کاريز په سیمه کي د ملکي کسانو په یوه موټر چاودنه کړې ده. دی وایي: پنځه تنه ښځي او ماشومان چي په یو موټر کي سپاره وه، د سيخ کاريز په سیمه کي د ماین په یوه چاودنه کي چي د طالبانو له لوري ښخ ...
Read More »د ټاکنو د امنیت له پاره ۷۲ زره پوځیان موظف سوي دي
د افغانستان امنیتي ارګانونه وايي چي د ټاکنو د امنیت له پاره یې ۷۲ زره پوځیان موظف کړي. د افغانستان امنیتي ادارې ډاډ ورکوي چي د رایي ورکوونکو د امنیت د نیولو له پاره افغان پوځیان پوره چمتو دي او دوی هم بشپړ پلان ورته نیولی دئ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، څه باندي ۷۲ ...
Read More »طالبانو سره صلیب نړیوالي کمېټې ته یو وار بیا په افغانستان کي د فعالیت اجازه ورکړه
طالبان وايي چي د سره صليب نړيوالي کميټې ته یې يو ځل بيا په افغانستان کي د فعاليت اجازه ورکړې ده. طالبانو څو مياشتي دمخه د ځينو ملحوظاتو له امله د دې کمېټې پر فعاليتونو بنديز لګولى وو. د طالبانو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دوى د سره صليب نړيوالي کمېټې د فعاليتونو د څرنګوالي ...
Read More »ډونالډ ټرمپ: په کابل کي وروستی برید د طالبانو ستره تېروتنه وه
د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چي په کابل کي وروستی بريد د طالبانو ستره تېروتنه وه. د رواني مياشتي پر ١٤مه د کابل ښار د نهمي امنيتي حوزي اړوند دشش درک پر سړک د یوه ټونس موټربم په وسيله ځانمرګى بريد وسو، چي د يوه امريکايي په ګډون د ناټو دوه سرتيري او ١٠ افغانان ووژل سول. ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون