Author Archives: asad noori

ولسمشر غني: د سولي د ټینګښت له پاره د حکومت ۷ ماده ایز پلان د ظرفیتونو لوړولو له پاره دئ

ولسمشر غني وايي، د سولي د ټينګښت له پاره د حکومت د ٧ ماده ييز پلان هدف په حکومت کي د ظرفيتونو لوړول او د طالبانو د ادغام د لارو چارو لټول دي. له ارګ څخه په رالېږل سوي خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني، دغه خبري پرون د امریکا متحدو ایالاتو د سولي انسټیټيوت له مسئولینو سره په ...

Read More »

زلمي خلیلزاد د افغان سولي له پاره له عمران خان سره خبري کړي دي

د افغانستان د سولي له پاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اسلام اباد کي د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره پر افغان سولي خبري کړي دي. خليلزاد چي څو ورځي دمخه کابل ته راغلى وو، له افغان سياستوالو سره له خبرو اترو وروسته پرون اسلام اباد ته تللى دئ. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له ...

Read More »

د عراق په بغداد او نورو ښارونو کي بیا هم د اعتراض کوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل سوی دئ

د عراق په پلازمېنه، بغداد او نورو ښارونو کي بیا هم د اعتراض کونکو د وژل کېدو خبر ورکړل سو. د رپوټونو په حواله، په بغداد کي درې مظاهره چیان په ډزو ووژل سول  او د عراق په جنوبي ښار ناصریه کي هم درې وګړي وژل سوي دي. له دې سره د جمعې او شنبې په ورځو کي په عراق ...

Read More »

د پاکستاني حکومت پر ضد دجمعیت علمای اسلام ګوند مظاهرې پيل کړي دي

د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د حکومت خلاف د جمعیت علمای اسلام ګوند په مشرۍ مظاهرې پیل سوې دي. د مولانا فضل الرحمن ګوند تور پوري کوي چي د عمران خان حکومت په درغليو اقتدار ته رسېدلی نو ځکه بايد ختم سي. د جمعیت علمای اسلام د ګوند مرستیال مولانا فضل علي حقاني پرون په مظاهره کي وویل، “صدراعظم ...

Read More »

د کندهار په پنجوايي کي ښځو د سولي او اوربند غوښتلو له پاره لاریون وکړ

دغه لاریون د یکشنبې په ورځ په پنجوايي ولسوالي کي وسو چي کونډو، یتیمانو او نورو ښځو ګډون پکښي کړی وو او د سولي غوښتنه يې کول. دغه ښځې وايي، چي د جګړې ښکيلي غاړي دي نور له جګړې لاس واخلي او اوربند دي وکړي، تر څو د افغان وژنه ودرېږي. ښځي وايي، د ډیرو کورنیو نارینه په جګړه کي ...

Read More »

د تعلیمي کال څو میاشتي تېریږي، خو د کندهار ښوونځي لا مکمل کتابونه نه لري

رپوټ: مهتمم صالح که څه هم له نوی تعليمي کال څخه دوې مياشتي تېريږي، خو بیا هم په کندهار کي ډېر زده کوونکي تدريسي کتابونه نه لري. په دغه ولایت کي زده کوونکي وايي، هره ورځ د شپږو درسي ساعتونو پر ځای يوازي دوه يا درې ساعتونه درس وايي، نور ساعتونه يې د کتابونو د نه لرلو له امله خالي ...

Read More »

د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د نړیوالو ځواکونو پر یوه موټریز کاروان ماین چاودلی دئ

په جنوب کي د نړیوالو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چي په پېښه کي یو بهرنی سرتېری ټپي سوی دئ. پېښه برايي شپه د اکټوبر پر۲۶مه د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د ډنډ ولسوالۍ په سرګز سیمه کي د نړیوالو ځواکونو د ګزمې پر وخت سوې ده. په جنوب کي د نړیوالو ځواکونو ویاند میجر ټامس نن یکشنبه د اکتوبر ...

Read More »

د ناټو سرمنشي ینز سټولټنبرګ د افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو ژمنه تازه کړه

د ناټو سرمنشي ینز سټولټنبرګ وایي د سازمان د دفاع وزیرانو د افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو ژمنه تازه کړه او ډاډ یې ورکړ، چي داعش به اجازه ورنه کړي چي په افغانستان کي خلافت جوړ کړي. د ناټو سرمنشي دغه څرګندوني د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې په دوهمه ورځ د  افغانستان په اړه د ...

Read More »

ملي دفاع وزارت د کابل د بریدونو تر ټولو ستر پلان کوونکی وژلی دئ

د ملي دفاع وزارت وايي چي له تېرو څو کلونو راهيسي د کابل ښار د بريدونو تر ټولو  ستر طراح او پلانوونکى يې په لوګر کي د يوه هوايي بريد په ترڅ کي وژلى دئ. د ياد وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي ، قاري برهان د حقاني ډلي يو له مهمو قوماندانانو څخه وو، چي ...

Read More »

د مسکو د ناستي ګډونوالو د بنديانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه

د مسکو د ناستي ګډونوالو د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر بيا پيلېدو د ټينګار ترڅنګ د تاوتريخوالي کمولو او بنديانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه. په دغه څلور اړخيزه ناسته کي چي پرون په مسکو کي وسوه، د امريکا، چين، روسيې او پاکستان استازو ګډون کړى وو. په دې ناسته کي دافغان سولي له پاره د امريکا ...

Read More »