د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د نړیوالو ځواکونو پر یوه موټریز کاروان ماین چاودلی دئ

په جنوب کي د نړیوالو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چي په پېښه کي یو بهرنی سرتېری ټپي سوی دئ.

پېښه برايي شپه د اکټوبر پر۲۶مه د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د ډنډ ولسوالۍ په سرګز سیمه کي د نړیوالو ځواکونو د ګزمې پر وخت سوې ده.

په جنوب کي د نړیوالو ځواکونو ویاند میجر ټامس نن یکشنبه د اکتوبر پر۲۷مه وويل، چي ماین د سړک پر غاړه ښخ سوی وو، چي د هوايي ډګر د امنیت ساتلو پر سرتیرو سوی.

ده وويل: (دا تائیدوو چي د ډنډ په ولسوالي کي د نړیوالو عسکرو د ګزمې پر موټر د وسله والو طالبانو ماین چاودنه کړې، په پېښه کي یو عسکر ټپي سوی، چي د درملني له پاره روغتون ته انتقال سوی).

د ډنډ ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا ته وويل، چي د پېښي سیمه د سهار تر ناوخته پوري د نړیوالو عسکرو له لوري ساتل کېده او افغان عسکر سیمي ته نه دي ورغلي.
د کندهار هوايي ډګر چي په جنوب کي د نړیوالو عسکرو لوی نظامي مرکز بلل کیږي د کندهار ښار په جنوب کي د ډنډ او دامان والسوالیو په اړوند سیمو کي موقعیت لري، چي تر دې وړاندي هم په تیرو ۲ میاشتو کي پر رومانیايي سرتیرو درې ځله د سړک د غاړي ماین چاودل دئ.

وسله والو طالبانو د دغه برید د مسئولیت په منلو سره ګڼو بهرنیو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...