د تعلیمي کال څو میاشتي تېریږي، خو د کندهار ښوونځي لا مکمل کتابونه نه لري

رپوټ: مهتمم صالح

که څه هم له نوی تعليمي کال څخه دوې مياشتي تېريږي، خو بیا هم په کندهار کي ډېر زده کوونکي تدريسي کتابونه نه لري.

په دغه ولایت کي زده کوونکي وايي، هره ورځ د شپږو درسي ساعتونو پر ځای يوازي دوه يا درې ساعتونه درس وايي، نور ساعتونه يې د کتابونو د نه لرلو له امله خالي وي، چي په دغه ډول دوی نه سي کولای په سمه توګه زده کړي وکړي.

دوی وايي، هغه زده کوونکي چي اقتصادي حالت یې ښه وي، کتابونه په بازار کي رانيسي خو هغه زده کوونکي چي اقتصاد يې ښه نه وي، نه سي کولای کتابونه رانيسي.

دغه راز دوی وایي، په ښوونځيو کي د ښوونکو نه درلودل بله لويه ستونزه ده، چي ډېر وخت هغه مضامين چي کتابونه يې وي، بیا يې ښوونکي نه وي.

دوی زیاتوي، په ښوونځیو کي د ضرورت وړ لابراتوارونه او تعميرونه هم نه لري.

دوی د مسئولينو څخه غوښتنه کوي، چي دغه ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي.

بلخوا د کندهار د پوهني رئیس محب احمد روښان وايي، د کتابونو نه درلودل د ټول هيواد ستونزه ده، چي دوی تر خپله وسه هڅه کړې، چي دغه ستونزه حل کړي.

دی وايي، کندهار اتلس لکه کتابونو ته اړتيا لري، خو وزارت يوازي درې لکه کتابونه ورکړي دي.

د ده په خبره، اوس هڅه کوي، چي د قومي مشرانو او مدني فعالانو په واسطه له کورونو څخه کتابونه راټول کړي او زده کوونکو ته يې ورکړي.

دغه راز روښان وايي، د ښوونکو ستونزه يې حل کړې ده او هغه ښوونکي چي د تيري رهبرۍ لخوا ولسوالیو ته ورکول سوي وه، هغه يې ښار ته را اړولي دي، چي اوس يې هم کارجريان لري.

دی وايي، اوس يوازي په ولسواليو کي د ښوونکو د نه درلودلو ستونزه سته.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...