دغه لاریون د یکشنبې په ورځ په پنجوايي ولسوالي کي وسو چي کونډو، یتیمانو او نورو ښځو ګډون پکښي کړی وو او د سولي غوښتنه يې کول.
دغه ښځې وايي، چي د جګړې ښکيلي غاړي دي نور له جګړې لاس واخلي او اوربند دي وکړي، تر څو د افغان وژنه ودرېږي.
ښځي وايي، د ډیرو کورنیو نارینه په جګړه کي وژل سوي او اوس په کور کي یوازي ښځېي پاته دي، چي په سختو ستونزو کي ژوند کوي.
دوی وایي، د جګړې په دواړو خواوو کي افغانان وژل کیږي خو د جګړې ګټه بل څوک وړي، نو لازمه ده چي افغانان دا ستونزي خپله سره حل کړي او په هیواد کي جګړه و دروي.
د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاق هم وايي، چي وسله وال طالبان باید د سولي وروستی چانس له لاسه ورنه کړي او سوله دي غوره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون