د پاکستاني حکومت پر ضد دجمعیت علمای اسلام ګوند مظاهرې پيل کړي دي

د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د حکومت خلاف د جمعیت علمای اسلام ګوند په مشرۍ مظاهرې پیل سوې دي.

د مولانا فضل الرحمن ګوند تور پوري کوي چي د عمران خان حکومت په درغليو اقتدار ته رسېدلی نو ځکه بايد ختم سي.

د جمعیت علمای اسلام د ګوند مرستیال مولانا فضل علي حقاني پرون په مظاهره کي وویل، “صدراعظم به استعفا ورکوي، انتخابات دي وسي، انتخابات دي د پوځ په لاس کي نه وي، ځکه کوم انتخابات چي پوځ کوي، هغه یوازي د پوځ په ګټه وي”.

خو حکومت دا تور بې بنياده بولي.

له بلوچستانه هم د دې ګوند غړي روان سوي، خو وايي چي حکومت ورته ستونزي جوړوي.

په پاکستان کي د اپوزيشن نورو ګوندونو چي عوامي نېشنل ګوند، پاکستان پیپلز پارټي او مسلم لیګ هم پکښي شامل دي، پرېکړه کړې ده چي د حکومت ضد مظاهرو کي به د مولانا فضل رحمان ملاتړ کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...