د عراق په پلازمېنه، بغداد او نورو ښارونو کي بیا هم د اعتراض کونکو د وژل کېدو خبر ورکړل سو.
د رپوټونو په حواله، په بغداد کي درې مظاهره چیان په ډزو ووژل سول او د عراق په جنوبي ښار ناصریه کي هم درې وګړي وژل سوي دي.
له دې سره د جمعې او شنبې په ورځو کي په عراق کي د وژل سوو مظاهره چیانو شمېر ۴۸ ته لوړ سو.
په بغداد کي پرون اعتراض کوونکي د ښار پر تحریر څلورلاري را غونډ سوي وه.
په عراق کي د بشري حقونو د کمېسیون مشر علي بیاتي ویلي چي په دې سیمه کي درې مظاهره چیان و ویشتل سول.
دغه کمېسیون ویلي چي د جمعې او شنبې په ورځو په ټول عراق کي۶۳ تنه وژل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون