د ناټو سرمنشي ینز سټولټنبرګ وایي د سازمان د دفاع وزیرانو د افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو ژمنه تازه کړه او ډاډ یې ورکړ، چي داعش به اجازه ورنه کړي چي په افغانستان کي خلافت جوړ کړي.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندوني د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې په دوهمه ورځ د افغانستان په اړه د ځانګړي ناستي په پای کي د یوې خبري غونډي په ترڅ کي وکړې.
د افغانستان په اړه په دې ناسته کي د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، په افغانستان کي د ناټو ملکي سفیر او د ځواکونو عمومي قوماندان هم ګډون کړی وو.
سټولټنبرګ ویلي، چي دوی له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن دي او د افغان ملي دفاعي ځواکونو روزني او همکارۍ ته به ادامه ورکوي.
د هغه په وینا، د ناټو مرستي سره به افغان ځواکونه وکولای سي په خپل هیواد کي له نړیوالو ترهګرو سره مقابله او د سولي له پاره شرایط برابر کړي.
د ناټو سرمنشي وویل، په افغانستان کي د دوی د روزني ماموریت د دې له پاره هم دئ چي افغان ځواکونه داسي وروزل سي چي داعش ته ماتي ورکړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون