ولسمشر غني وايي، د سولي د ټينګښت له پاره د حکومت د ٧ ماده ييز پلان هدف په حکومت کي د ظرفيتونو لوړول او د طالبانو د ادغام د لارو چارو لټول دي.
له ارګ څخه په رالېږل سوي خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني، دغه خبري پرون د امریکا متحدو ایالاتو د سولي انسټیټيوت له مسئولینو سره په کتنه کي کړي دي.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کي چي په ارګ کي وسوه، دواړو خواوو په افغانستان کي د ولسواکۍ د بنسټيزه کولو او سولي په برخه کي د یاد بنسټ پر برنامو او فعالیتونو بحث او خبري وکړي.
د ولسمشر وياند ويلي، د افغانستان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولي او پخلايني په خاطر د سولي اووه ماده ايزه نوې طرحه جوړه کړې، چي سولي ته د رسېدو له پاره تر ټولو نږدي او عملي لاره پکښي سته.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون