د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چي د سږ کال وروستيو جګړو له امله نږدې څلور لکه افغانان بېځايه سوي دي. د اوچا له خوا په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، په افغانستان کي د روانو جګړو له امله سږ کال ٣٧٥۰۰۰ درې لکه پینځه اویا زره ٨٠٠ افغانان په افغانستان کي دننه له ...
Read More »کندهار امنیه قومنداني: موږ شپږ کسان د وسله والو طالبانو په تور نیولي دي
رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د امينه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی وايي، دوی شپږ کسان يې د وسله والو طالبانو په تور نیولي دي. بارکزی وايي، په دغه کسانو دوه یې غلچکي بريدګر دي، دوه يې ماين ښخوونکي او دوه جنګي طالبان دي، چي د امنيتي ځواکونو سره يې مخامخ جکړه کول. د امنيه قومندانۍ وياند وايي، د دغه ...
Read More »حوا علم نورستانۍ: ډېر ژر به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان کړي
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، ډېر ژر به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان کړي. مېرمن نورستانۍ پرون وویل، په کندهار او ننګرهار ولایتونو کي د رایو د بیا شمېرني او څېړني له بشپړېدو وروسته به د لومړنیو نتایجو د اعلان په اړه پرېکړه وکړي. د نوموړې په وینا په دې دوو ...
Read More »په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي د ايران د بهرنيو چارو و له وزیر سره ليدلي دي
په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي په تهران کي د ايران د بهرنيو چارو و له زير جواد ظريف سره ليدلي دي. د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په استول سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوله. هغه ...
Read More »د روزګان والي: تر لس زره زیاتي بې ځایه سوي کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
رپوټ: اجمل وصال روزګان ولایت ته د کډوالو او بیا را ستنېدونکو چارو وزارت معینه د یو ګډ پلاوي سره راغلي، ترڅو په دغه ولایت کي د وروستیو څو کلونو راهیسي د جګړو له امله د تازه بې ځایه سوو کورنیو د ژوند حال واخلي. د روزګان والي د تیرو څو کلونو راهیسي د جګړو له امله د زرګونه بې ...
Read More »په هلمند کي ښځي د کلتوري محدودیتونو له امله تاوتریخوالی ویني
رپوټ: جواد داوري که څه هم له لویه سر په پښتني ټولنه کي د ښځو حقوقو ته چنداني پاملرنه نه کیږي، خو په اطرافي سیمو کي اوس هم ښځي په پیسو خرڅيږي او همدارنګه ځواني نجوني سپین ږیرو ته ورکول کیږي. د ښځو سره د تاوتریخوالي ورځ په داسي حال کي لمانځل کیږي، چي ښځي په ټولنه کي د دوی ...
Read More »په کندهار کي د ښځو سره د تاوتريخوالي پېښي د پروسږ کال په پرتله ډېري سوي دي
رپوټ: مهتمم صالح د ميلادي کال د نوومبر پر (۲۵مه) د ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي شپاړس ورځنی کمپاين پيل سوی. د کندهار د بشرحقونو خپلواک کمېسيون د ښځو د برخي مسئوله شګوفه سحر وايي، روان ميلادي کال د پروسږ کال په پرتله د ښځو په وړاندي د تاوترخوالي پیښي ډېري سوي دي. دا وايي، سږکال تر اوسه دوی ...
Read More »د بخښني نړيوال سازمان په افغانستان کي د دوو مدني فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده
د بخښني نړيوال سازمان په افغانستان کي د دوو مدني فعالانو پر نيول کېدو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د هغوى د خوشي کولو غوښتنه کړې ده. د ياد سازمان له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ادعا سوې چي د افغانستان د ملي امنيت ادارې هغه دوه کسان نيولي چي په لوګر کي يې د ښوونځيو پر کم عمره ...
Read More »ولایتي شورا: د کندهار ښوونکو ته باید مياشتنی معاش پر خپل وخت ورکړل سي
رپوټ: خالد همت د کندهار د ولایتي شورا په نوبتي غونډه کي، د دغه شورا رئیس سید جان خاکرېزوال و وویل، چي بايد د کندهار د ښوونځيو ښوونکو ته مياشتنی معاش پر خپل وخت ورکړل سي. خاکرېزوال وایي، د ژمي په راتګ سره باید هر ټولګي ته بوټي او بخارۍ ورکړل سي، څو زده کوونکي په ښه چاپیریال کي زده ...
Read More »د چين بين الافغاني ناسته يو ځل بيا ځنډېدلې ده او ښايي بېخي ونه سي
داسي راپورونه خپاره سوي چي پر ځينو موضوعاتو د اختلافاتو له امله د چين “بين الافغاني ناسته” يو ځل بيا ځنډېدلې ده او ښايي بېخي ونه سي. د افغانستان له پاره د چين ځانګړي استازي درې مياشتي دمخه په کابل کي د ولسمشر اشرف غني په ګډون له حکومتي مشرانو او افغان سياسيونو او په قطر کي يې د طالبانو ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون