د امریکا فضایي ادارې یا ناسا نن د یو تحقیقاتي ماموریت لپاره د فلوریډا ایالت له کاناورل کمپ نه یوه فضایي بېړۍ د لمر لور ته لېږلې ده. د ناسا دغه تحقیقاتي فضایي بېړۍ به د لمر چاپیریال ته ځان ورسوي او د فضایي څیړنو په تاریخ کي به لومړنۍ بېړۍ وي، چي دومره لمر ته نژدې کیږي. دا فضایي ...
Read More »چین د پاکستان په کوټه ښار کي پر چنیايي انجینرانو ځانمرګی برید غندل دی
پکن د یوې خبر پاڼي په خپرولو سره په کوټه کي پر چینایي انجینیرانو ځانمرګی برید چې په پایله کي یې ۶ تنه ټپیان سول په کلکو ټکو غندلی دی. د چین د مرکزي تلوزیون د خبر له مخي د شنبې په ورځ په کوټه ښار کي د کارګرو د سپرلۍ پر موټر چي چینایي انجنیران هم پکښي و ځانمرګی ...
Read More »د پاکستان په بلوچستان ایالت کي ځانمرګي برید د بهرنیانو په ګډون ۶ کسان ټپیان کړي
د پاکستان پوځ یوه چارواکی رسنیو ته ویلي، چي د سرو زرو او مسو د یو معدن پر کارکوونکو د ځانمرګي برید په ترڅ کي شپږ کسان ټپیان سوي. په کوټه د پولیسو یوه چارواکی محمد هاشم غلزي وایي، د برید په ترڅ کي درې بهرنیان هم ټپیان سوي دي. نوموړی زیاته کړه، چي د پیښې ټپیان روغتون ته ...
Read More »امریکا د پاکستاني عسکرو روزنه درولې ده
امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چي پاکستاني عسکر به نه روزي. ټاکل سوې وه، چي د امریکا په نظامی پوهنتونو کې پاکستاني افسران د روزني او زده کړو لپاره جذب سي خو امریکايي چارواکي وايي، چي د ټرمپ ادارې ددغه لړۍ د درولو سپارښتنه کړې ده. سرچینې ویلي، دا پرېکړه د هغو اقداماتو برخه ده، ...
Read More »د امریکا له هوايي ډګره تښتول سوې مسافر وړونکې الوتکه په سمندر کي لویدلې
امریکايي چارواکو ویلي، هغه مسافر وړونکي الوتکه چي له اجازې پرته یې د سیاتل تاکوما له نړیوال هوايي ډګره الوت کړی و، په سمندر کې لوېدلې ده. دغي الوتکې سپرلۍ نه لرلې او د پیلوټ د هویت په اړه تر دې دمه معلومات نه سته. پولیسو ویلي، دا پېښه ترهګریزه نه ده او چلوونکي یې د ځانوژني هڅه کړې ...
Read More »پاکستان د ډيورنډ پر فرضي کرښه ۶۰ زره نور ځواکونه ځای پر ځای کوي
پاکستاني حکومت ویلي، چي د اورپکو د تګ راتګ مخنیوي په موخه خپل اقدامات ډېر کړي دي. ددوی په وینا په همدې لړ کي یې د پوستو شمېر ډېر کړی دی او شپېته زره نور عسکر پر دغه کرښه ځای پر ځای کوي. پاکستاني رسنۍ وایي، نورو پاکستاني عسکرو هم پر ډیورنډ کرښه د فعالیت په موخه تمرینات پیل کړي ...
Read More »په بلاروس کي یو شمیر ازاد خبریالان په غیر قانوني ډول د هغه هیواد له دولتي خبري اژانس، بېلتا د معلوماتو د ترلاسه کولو په تور نیول سوي دي
د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارو دا حرکت په بلاروس کي د ازادو خبریالانو د ځپلو څرګند اقدام بللی دی. په بلاروس کي د یوې وېب پاڼي چي له خلکو سره د موادو او ملکیتونو په خرڅولو کي مرسته کوي، کارکوونکو وویل چي د دې وېبپاڼ ې څلور خبریالان پرون چهارشنبه ونیول سول. د دې وېبپاڼې اډېټر هم نیول ...
Read More »امریکایي سناتور پاول وایي، امریکا اړتیا لري چي له مسکو سره خبري وکړي
یوه مخکښ امریکایي سناتور رانډ پاول مسکو ته د سفر پر مهال ویلي، چې متحده ایالات اړتیا لري چي له روسیې سره نوري خبرې وکړي او له دغه هېواد سره د اړیکو بهیر پرانیستی ولري. پاول د اګسټ میاشتي پر شپږمه د روسیې د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېټي له غړو سره تر لیدو وروسته وویل، روسیې ته ...
Read More »عمران خان رسماً د پاکستان د لومړي وزیر چوکۍ ته ونومول سو
له ټول پاکستان پارلمان ته د پاکستان د تحریک انصاف بریالیو وکیلانو د دوشنبي په ورځ په اسلام اباد کي په دې تړاو غونډه وکړه چې خپل مشر عمران خان یې پکښي په یوه خوله د لومړي وزیر په توګه انتخاب کړ. په دغه غونډه کي د لومړي وزارت لپاره د عمران خان نوم د تحریک انصاف مهم غړي ...
Read More »منظور پښتین وايي، له پښتنو سره پر خپله ژمنه ولاړ یم
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي غورځنګ يې لاهم غیر پارلماني دی او د علي وزیر او محسن داوړ پارلمان ته تلل د هغوی شخصي پرېکړه وه. ښاغلي پښتین په څرګند ډول ونه ویل چي اوس به ښاغلی وزیر او ښاغلی داوړ د غورځنګ د کورکومېتۍ برخه وي که نه، خو زیاته یې ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون