د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چي پرون یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبري کړي دي. دده په خبره په ښکاره توګه یې سعودي عربستان ته ویلي چي که د خاشقجي د قتل موضوع کي د سعودي عربستان ښکېلتیا ثابته سي نو د خپلو ملګرو هېوادونو په ملتیا به پر دغه هیواد بندیزونه وضع کړي. ...
Read More »د امریکا استخباراتو چارواکو ویلي، د پخواني ولسمشر باراک اوباما او د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیري هیلري کلنټن کورونو ته چاودیدونکي توکي ور استول سوي دي
په باروتو سمبال دا ډالې د هغو تخنیکي کسانو لاس ته ورغلې چي د پخواني ولسمشر کور ته ورتلونکي پوستي پارسلونه تلاشي کوي. د نیویارک والي انډریو کومو هم منلې چي یوه چاودیدونکې اله په منهاټن سیمه کي د هغه دفتر ته هم ور استول سوې ده. د سي ای اې پخواني مشر جان برېنن هم ورته یوه اله د ...
Read More »د روسیې ولسمشر وایي، هغه هیوادونه به په نښه کړي چي د امریکایي توغندیو کوربانه سي
ویلادیمیر پوتین ویلي، که امریکا د منځني واټن ویشتونکي توغندي په اروپا کي ځای پرځای کړي، مسکو به هغه هیوادونه په نښه کړي چي دغه توغندیو ته په خپله خاوره کي ځای ورکوي. پوتین نږدې یوه اونۍ وروسته تر دې دا خبره وکړه چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه مهم او تاریخي تړون د وتلو اعلان وکړ. دا ...
Read More »ایران: افغانستان، پاکستان او عراق ته د بریښنا صادرات ډیروو
د ایران د انرژۍ وزير رضا اردکانین وايي، هېواد یې د ۲۰۰۰ میګاواټه صادراتي برېښنا د تولید ظرفیت لري. دده په خبره دمګړی یې د سیمي له هېوادونو سره خبري پیل کړي دي چي ددغه بریښنا د پلور او صادراتو پر سر هوکړې ته ورسره ورسیږي او یوه منظمه برېښنايي شبکه رامنځ ته کړي. دده په خبره د بریښنا ښه ...
Read More »د ټرمپ او پوتین پر بیا ځلي لیدني هوکړه سوې ده
د رسنیو د راپورونو له مخي کرملین ویلي، چي د ټرمپ او پوتین پر دوهم ځلي لیدني هوکړه سوې ده او ټاکل سوې چي د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۱مه په پاریس کي سره وګوري. دوی دواړو تر دې وړاندي هم سره لیدلي دي او پر یو لړ مسایلو یې خبري کړي دي. کرملین وایي دا لیدنه د لومړۍ نړیوالي ...
Read More »سعودي پاکستان ته د بهرنیو اسعارو د ملاتړ لپاره درې میلیارده ډالره پور ورکوي
د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ ویلي، چي سعودي عربستان ورته د یو کال لپاره درې میلیارده ډالره پور ورکوي چي پاکستان له اقتصادي بحران وژغوري. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي دغه هیواد تر بل هر وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخ سوی دی. نوموړي هڅي پيل کړي دي چي د پيسو له نړیوال صندوق ...
Read More »په چین په اوبو کي جوړ سوی د نړۍ تر ټولو اوږد پل پرانیست
دغه پل ۵۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د چین دوه مهم ښارونه به سره ونښلوي. ددغه پله طراحي ډیره عجیبه او په پوره مهارت ترسره سوې ده. ددغه پله رغیدو کلونه وخت نیولی دی او په نړۍ کي تر ټولو اوږد پل ګڼل کېږي.
Read More »د ایران د سپاه پاسداران غړي د بلوچستان مشهوري وسله والي ډلي جیش العدل تښتولي دي
ایراني رسنۍ وایي جیش العدل ډلي داسي انځورونه خپاره کړي دي چي په هغه کي ایراني عسکر ښکاري. د رسنیو د راپورونو له مخي ۱۲ ایراني عسکر چي په هغه کي د سپاه پاسدارن غړي هم سته . څو ورځي وړاندي د پاکستان او ایران ترمنځ له سرحدي سیمي وتښتول سول. تر دې دمه ددغو عسکر درک نه دی معلوم ...
Read More »امریکا غواړي له روسیې سره له تاریخي اټومي تړون ووزي
د نیویارک ټایمز د راپور له مخي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي غواړي له مسکو سره هغه اټومي تړون لغوه کړي چي په ۱۹۸۷ کال کي ددواړو هېوادونو ترمنځ سوی دی. ددغه تړون له مخي روسیه او امریکا نه سي کولای منځني واټن ویشتونکي توغندۍ جوړ کړي او یا یې وازمويي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي ددوی د ...
Read More »په ایران کي د اوبو کچه په بې ساري توګه کښته سوې ده
د ایراني رسنیو د راپور له مخي د ایران د اوبو مدیریت او اوبو سرچینو ملي ادارې ویلي په ایران کي د اوبو کمښت د جدي اندېښنې وړ دی. ددغه ادارې په وینا اورښتونه کم سوي دي، اوبه ټيټې دي او د یوې خطرناکي وچکالۍ د رامنځ ته کېدو وېره سته. دغه ادارې ویلي چي د ایران په ډېری بندونو ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون