سعودي پاکستان ته د بهرنیو اسعارو د ملاتړ لپاره درې میلیارده ډالره پور ورکوي

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ ویلي، چي سعودي عربستان ورته د یو کال لپاره درې میلیارده ډالره پور ورکوي چي پاکستان له اقتصادي بحران وژغوري.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي دغه هیواد تر بل هر وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخ سوی دی.

نوموړي هڅي پيل کړي دي چي د پيسو له نړیوال صندوق پور واخلي، خو دغه صندوق د رد جواب ورکړی، ځکه پاکستان د ترهګرو د ملاتړو په خړ لیست کي شامل کړل سوی دی.

عمران خان هڅه کوي له سعودي عربستان میلیاردونه ډالر پور واخلي، خو دغه هیواد د ډېر پور د رد جواب ورکړی او یوازې د دری میلیارده ډالر پور خبره یې کړې ده چي د پاکستان اړتیا نه سي پوره کولی

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...