د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، په جیزه او شمالي ښار سینا کي یې د ترهګرو پر درېیو پټن ځایونو بریدونه کړي او ۴۰ کسان یې وژلي. د مصر دولتي ټلویزیون د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي، ترهګرو ډلو پلان درلود چي پر دولتي ادارو، د سیلانیانو پر سیمو، امنیتي ځواکونو او کلیساګانو یو لړ بریدونه وکړي. ...
Read More »ټرمپ د امریکا او مکسیکو ترمنځ د پولي بندولو خبرداری ورکړی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، گواښ کړی که د امریکا او مکسیکو ترمنځ په پوله د دیوال جوړولو لپاره پوره بودجه تصویب نه سي حکومت به یې د مکسیکو سره د هیواد جنوبي سرحدونه په بشپړه توگه وتړي. ټرمپ تیره ورځ په خپل ټویټر لیکلي، که دموکراتان د مکسیکو سره د سرحدي دیوال لپاره د پام وړ بودجه تصویب نه ...
Read More »په مصر کي چاودني ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولي
په مصر کي لرغونو اهراماتو ته نیږدې د بهرنیو سیلانیانو پر یوه بس چاودنه سوې ده، چاودنه کي دوه تنه وژل سوي او لس نور ټپیان دي. د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي چي وژل سوي سیلانیان ویتنامیان دي او په ټپیانو کي هم لس تنه د دغه هیواد وګړي دي. پولیسو ویلي دي چي د دې چاودني په ...
Read More »پاکستان: د ډبرو سکرو په يوه کان کي چاودني درې تنه مړه کړي
د پاکستان د بلوچستان ايالت د ډبرو سکرو په يوه کان کي د ګازو چاودني درې کان کيندونکي مړه کړي دي. دغه چاودنه پرون د بلوچستان ايالت په دُکۍ کي د ډبرو د سکرو په يوه کان کي سوې ده. چارواکي وايي، دغه کان کيندونکي د سوځیدني له کبله مړه سوي او د ژغورونکو تر څو ساعته پلټني وروسته يې ...
Read More »د اوکراین ولسمشر پهدغه هیواد کي پوځي حالت ختم کړ
پترو پروشینکو د ډسمبر پر ۲۶مه په کیف کي د اوکراین د پوځي کابیني په غونډه کي وویل: “سر له دوو بجو پوځي حالت ختمیږي. دا زما اصولي پریکړه وه چي د هېواد د روان امنیتي وضعیت د ټولو برخو د ارزوني لپاره مې کړې وه.” وروسته له هغه چي روسیې درې اوکرایني کښتۍ او د هغو ۲۳ تنه عمله ...
Read More »روسیه وایي، په افغانستان کي یې د ستونزو د پای ته رسیدو لپاره نوي لاري چاري پيدا کړي دي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چي مسکو په افغانستان کي د روان بحران د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او دلته د روانې جګړي د پای غوښتونکی دی. دده په خبره روسیې په دې وروستیو کي د افغانستان له ګاونډیو سره تر مشورې وروسته یو نوی پلان جوړ کړی دی چي په وینا یې ...
Read More »د عراق لومړي وزیر له ټرمپ سره خپله لیدنه لغوه کړې ده
د رسنیو د راپورونو له مخي د عراق ګڼو سیاسي څیرو عراق ته د ټرمپ ناڅاپي سفر د عراق پر حریم تیری بللی دی او دغه سفر یې غندلی. د عراق لومړي وزیر عدیل عبدل مهدي بیا ویلي چي ده ته د ټرمپ د سفر په اړه خبر ورکړل سوی و، د دواړو لورو د لیدني مسئله هم مشخصه سوې ...
Read More »ډونالډ ټرمپ په یوه ناڅاپي سفر عراق ته تللی دی
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي ټرمپ هلته له امریکايي عسکرو سره کتلي دي او ددوی ماموریت یې بریالی بللی دی. هغه په عراق کي امریکايي عسکرو ته د وینا پر مهال له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه له کړې پرېکړې دفاع کړې ده. ده ویلي امریکا ژمنه کړې وه، چې داعش ډله به ماتوي، نو ...
Read More »د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره پر افغان سوله خبري کړي دي
د راپورونو له مخې دواړو لوریو دغه راز په دې لیدنه کي د سیمي پر وضعیت په تیره بیا د سولي او روغي جوړي پر پرمختګ او څرنګوالي هم بحث کړی دی. پاکستان وروسته له هغه ظاهراً د افغان سولي په تړاو هڅي پیل کړي دي چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په ...
Read More »د سوريې پلازميني دمشق ته څیرمه پر وسله کوټ د اسرائیل هوايي برید
تېره شپه د سوريې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د درنو چاودنو غږونه اورېدل سوي، چي د سوريې پوځ وايي په یوه وسله کوټ د اسراییل د هوايي بریدونو له امله وو. د سوريې د پوځ یوه چارواکي د سوريې دولتي رسنیو ته ویلي دغه بريد په یوه وسله کوټ سوی چي درې سرتېري یې ټپیان کړي دي. سوريې ویلي د ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون