تېره شپه د سوريې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د درنو چاودنو غږونه اورېدل سوي، چي د سوريې پوځ وايي په یوه وسله کوټ د اسراییل د هوايي بریدونو له امله وو.
د سوريې د پوځ یوه چارواکي د سوريې دولتي رسنیو ته ویلي دغه بريد په یوه وسله کوټ سوی چي درې سرتېري یې ټپیان کړي دي.
سوريې ویلي د اسراییل د دې برید ډېری توغندي يې شنډ کړي هم دي.
اسراییل لا دغه برید نه دی تایید کړی، خو وايي د سوريې د توغندي شنډولو لپاره یې خپل هوايي ډال سیستم فعال کړی و.
د اسراییل پوځ وايي چي هلته نه مرګ ژوبله اوښتې نه کوم څه ته زیان اوښتی.
دغه برید په ګولان غونډیو کي د شپې له خوا د اسراییل پر پوځي پوستو له توغېدلو توغنديو وروسته سوی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون