ولسمشر غني تیر ماښام د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د نوو سرپرستانو د معرفي په مراسمو کي د وینا پر مهال ویلي، چي افغانستان له یوې خونړۍ او تحمیل سوې جګړې سره مخامخ دی.
دده په خبره افغان حکومت لا هم د سولي لپاره خپله تګلاره لري او پر سولي ټینګار کوي، خو ددې اړتیا هم سته چي روانه خونړۍ او پردۍ جګړه مدیریت کړل سي. ولسمشر غني ویلي چي د همدې جګړې د مدیریت لپاره یې ځوان او د سیمې له وضعیت خبر کسان د دوو مهمو نظامي ادارو مشرۍ ته ګومارلي دي.
ولسمشر غني همدا راز پر نړیوالي ټولني ږغ وکړ، چي له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کي خپلي همکارۍ او مرستي ډیري کړي، ځکه دغه هیواد له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کي دی.
دده په خبره ملګرو ملتونو او افغانستان ته په کار ده، چي د دوه اړخیزو ګټو لپاره پخپلو کي همکارۍ سره ډیري کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون