د مصر ولسمشر له خپلو خلکو غوښتي چي وزن کم کړي

د رسنیو د راپورونو له مخي د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په یوه تلویزیوني وینا کي ویلي، چي د مصر خلک باید خپل وزنونه کنټرول کړي.

دده په خبره چاغ او د ډېر وزن لرونکي خلک دي په سړکونو کي نه ګرځي بلکي سپورت دې وکړي او د وزن کمولو هڅه دې پيل کړي.

دده په وینا تلویزیونونه دې هم چاغ او مزي کارکوونکي نه استخداموي او چاغ میلمانه دي د کامرې مخي ته نه کښینوي.

بل پلو د نوموړي مخالفین بیا وایي، چي السیسي غواړي په هر څه کي ځان پوه وښيي.

هغه له وزن نیولي تر فلم جوړوني، سرتېرو روزني، سړک جوړوني او هر څه کي غواړي نظر ورکړي.

ددې تر څنګ هغه ځان ډېر هسک بولي او مصري ټولني ته کله کله نصحیتونه هم پيلوي.

د منتقدینو له نظره مصري وګړي د وزن د ډېروالي له خطر سره نه دي مخ او د السیسي خبره هم هسې بې مورده ده.

دوی وايي السیسي دې د خبرو پر ځای د مصر روغتیا، خوړو او تعلیمي نظام کي اصلاحات راولي. ددوی په خبره د چاغو خلکو په اړه د السیسي څرګندوني له تبعیض ډکي دي.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...