د ترکیې حکومت ویلي، فرانسه نه غواړي چي خپل ځواکونه له سوریې وباسي او په سوریه کي یې د کورد وسله والو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده.
د ترکي حکومت په خبره که فرانسه ددغه ډلي له ملاتړه لاس وا نه خلي نو سیمې ته به ښې پایلې و نه لري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر محمود چاوش اوغلو وایي، فرانسې ته هم په کار ده، چي د امریکا په څېر له سوریې خپل ځواکونه وباسي ځکه د سوریې پوځونه کولای سي پاته داعشیان ختم کړي.
ترکیې د امریکا د هغه اقدام هر کلی کړی دی، چي له مخې یې غواړي له سوریې خپل ټول سرتیري وباسي.
اوغلو وایي امریکا هم د کورد وسله والو روزني ته ادامه ورکوله او دغه ډلي بیا په ترکیه کي ځیني ورانکاري فعالیتونه ترسره کړل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون