چین: پاکستان ته مو په افغان سوله کي د رښتیني همکارۍ سپارښتنه کړې

چین وايي له پاکستان یې غوښتي چي د افغانستان د سولي په مسئله کي رښتینې همکاري وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کي د خبرو پر مهال ویلي، چین او پاکستان په افغانستان کي د وروستي وضعیت او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه خبري کړي دي.
دده په خبره دواړه لوري په دې باور دي چي په افغانستان کي روان وضعیت د جګړې له لارې نه بلکي له سیاسي لارو د حل وړ دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چین له پاکستان غوښتي چي د افغانستان د سولي په مسئله کي رښتیني همکاري وکړي او هڅه وکړي له افغانستان سره خپلي اړیکي ښې کړي.
چین وايي دوی غواړي چي افغانستان او پاکستان پخپلو کي ښې اړیکې ولري او په دې توګه په سیمه کي د روانو ناندریو لمن ټوله سي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...