د ترکي رسنیو د راپورونو له مخي د ترکیې پارلمان پرېکړه کړي چي ځواکونه به یې دوه کال نور هم د ناټو په چوکاټ کي د غوڅ ملاتړ ماموریت مخ ته وړي.
د ترکیې پارلمان ویلي چي تر دوه کاله وروسته به د افغانستان اوضاع ته په پام د خپلو سرتیرو د حضور یا ایستلو په اړه پرېکړه کوي.
دغه پرېکړه د ۲۰۱۹ کال له لومړۍ نیټي عملي کیږي.
دمګړی د ناټو ۲۸ غړي او ۱۴ نور هیوادونه په افغانستان کي سرتیري لري.
له امریکايي ځواکونو پرته د ناټو د ټولو ځواکونو شمیر په افغانستان کي څه باندي ۱۲ زره کسان ښودل سوی دی.
دوی د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي د افغان ځواکونو روزني او ملاتړ ته ادامه ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون