مصري ځواکونو په نښتو کي څلویښت وسله وال وژلي دي

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، په جیزه او شمالي ښار سینا کي یې د ترهګرو پر درېیو پټن ځایونو بریدونه کړي او ۴۰ کسان یې وژلي.

د مصر دولتي ټلویزیون د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي، ترهګرو ډلو پلان درلود چي پر دولتي ادارو، د سیلانیانو پر سیمو، امنیتي ځواکونو او کلیساګانو یو لړ بریدونه وکړي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چي پولیسو په دې عملیاتو کي ګڼي وسلې، چاودیدونکي توکي او بم جوړونکي وسایل نیولي دي.

د جمعې په ورځ د مصر اهرامونو ته نیږدې د ویتنامي سیلانیانو پر یوه بس بمي چاودنه وسوه.

په پیښه کي درې ویتنامي سیلانیان او د هغوی مصري لارښود ووژل سول.

یوولس نور ویتنامي سیلانیان او د هغوی مصري موټر چلوونکي په دې چاودنه کي ټپیان سوي وه. تر همدې وروسته مصري پولیسو د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پيل کړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...