تر راتلونکو دوو میاشتو پوري به په دایکندي کي د بریښنا یو بند ګټه اخیستني ته وسپارل سي

د دایکندي ولایت ځايي چارواکي وايي چي په دغه ولایت کي د لومړي ځل لپاره د برېښنا بند جوړ سوی دی او اوس یې د ډکولو پروسه پيل سوې ده.
ددوی په خبره په راتلونکو دوو میاشتو کي به دغه بند برېښنا تولید کړي او د دایکندي د مرکز نیلي د زرګونه کسانو ستونزي به حل کړي.
دغه بند د ۷۰۰ کیلواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او د برېښنا وزارت له لوري د ۴،۷ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ سوی دی.
بل پلو د دایکندي اوسیدونکي بیا وايي چي دغه بند په ټيت کیفیت جوړ سوی دی او د ډکولو په پروسه کي یې ځينو برخو درځونه کړي دي.
دوی له حکومت غواړي چي دغه ستونزه همدا اوس حل کړي او په دې توګه په راتولونکي کي د پېښیدونکو زیانونو مخه ونیسي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...