د عراق لومړي وزیر له ټرمپ سره خپله لیدنه لغوه کړې ده

د رسنیو د راپورونو له مخي د عراق ګڼو سیاسي څیرو عراق ته د ټرمپ ناڅاپي سفر د عراق پر حریم تیری بللی دی او دغه سفر یې غندلی.

د عراق لومړي وزیر عدیل عبدل مهدي بیا ویلي چي ده ته د ټرمپ د سفر په اړه خبر ورکړل سوی و، د دواړو لورو د لیدني مسئله هم مشخصه سوې وه، خو د ځای پر سر د اختلاف له امله یې له ټرمپ سره لیدنه لغوه کړې ده.

د عراق د پارلمان غړي، شاه السعدي بیا د ټرمپ سفر د عراق پر حریم تیری بللی دی.

نوموړي پر پارلمان ږ غ کړی دی چي ددې مسئلي په اړه بېړنۍ غونډه را وبولي.

هغه ویلي امریکا اوس پر عراق هیڅ ډول قبضه نه لري، نو له ورته بې خبره سفرونو او بې اجازې ملاقاتونو دي ډډه وکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...