سيمه او نړۍ

د برازیل ملي موزیم کي اورلګیدنه رامنځ ته سوې ده

د رسنیو د راپورونو له مخي د برازیل ملي موزیم کي اورلګېدنه رامنځ ته سوې ده خو د اوروژني ډلې په دې نه دي بریالۍ سوې چي دغه اور مړ کړي. په موزیم کي سلګون تاریخي اثار شامل وو. دغه موزیم یو وخت د سلطني کورنۍ ماڼۍ وه او هلته به اوسېدل. په دې وروستیو وختونو کي ددغه موزیم د ...

Read More »

امریکا پر پاکستان میلیونونه ډالره مرسته ځنډوي

امریکا وایي پاکستان لا هم د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد اقدامات نه دي کړي نو له همدې امله خپله میلیونونه ډالره مرسته ورباندې ځنډوي. د امریکا ددفاع وزارت وايي پاکستان لا هم د حقاني شبکې، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د پام وړ اقدامات نه دي کړي چي له همدې امله یې پر دغه هېواد د ...

Read More »

د فلسطیني حکومت یوه ویاند ویلي، امریکا له فلسطیني کډوالو سره خپلي مرستي درولي دي

د فلسطیني حکومت یوه ویاند ویلي، امریکا د ملګرو ملتونو د کډوالو له نړیوالي ادارې سره هغه مرستي درولي، چي د فلسطیني کډوالو د لاسنیوي په موخه کیدلې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، دوی د کډوالو په اداره کي د ستونزو له امله دغه مرستي ځنډولي دي. یاد وزارت وایي، امریکا هر څه له نږدې څاري، خو ...

Read More »

یوه ۱۹ کلن ځوان افغان ځوان په هالنډ کي پر خلکو د چړې په واسطه برید کړی

د رسنیو د راپورونو له مخي یوه ۱۹ کلن ځوان په پلازمینه امستردام کي پر عامو وګړو د چاړو ګوذارونه کړي دي. په دغه پېښه کي دوه کسه ټپیان سوي دي. د هالند پولیس وايي، دغه پېښه به د یوې ترهګریزي پېښي په توګه وڅېړي. دغه ځوان د هالنډ تابعیت لري خو په اصل کي د افغانستان دی. هغه پر ...

Read More »

د عراق په انبار ولایت کي یو موټر بم برید ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د انبار والي وایي، دا برید د امنیتي ځواکونو د تالاشۍ پر پوسته سوی دی. په وژل سویو او ټپیانو کي امنیتي افراد او ملکي وګړي شامل دي. تر اوسه کومي ډلي د عراق د ننني موټربم برید مسٔوولیت په غاړه نه دی اخیستی. عراقي ځواکونو په تېره ډسمبر میاشت کي په انبار ولایت کي داعش ډله وځپله، خو له ...

Read More »

روسیه وايي، د سوریې د رژیم یوې مخالفي وسله‌ والي ډلي په شمالي ولایت ادلیب کي کیمیاوي وسله کارولې ده

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف تور پوري کړی چي د “شام د ازادۍ د کمېټي” په نوم له القاعده شبکې سره یوه تړلې ډله غواړي د ادلیب پر ولایت حمله وکړي. ریابکوف دا څرګندوني د سې شنبي په ورځ به داسي حال کي کړي دي چي واشنګټن او اروپايي متحدانو یې خبرداری ورکړی چي د ...

Read More »

حسن روحاني: ایران به د امریکا پر لګولو سویو بندیزونه برلاسی سي

یادي څرګندوني د ایران ولسمشر حسن روحاني د یاد هېواد پارلمان ته په خپله نوې وینا کي کړې دي. هغه ویلي په سپینه ماڼۍ کي به ایراني ضد چارواکو ته وښیي چي د دغه بندیزونه له لارې به خپلو موخو ته په رسېدو کي ناکام سي. روحاني نن په تهران کي د پارلمان غونډې ته وربلل سوی و، چي په ...

Read More »

د امریکا په فلوریډا ایالت کي په یوه وسله وال برید کي درې کسان وژل سوي دي او تر ۱۰ زیات ژوبل دي

چارواکو ویلي دي چي دا پېښه په یوه پلورنځي کي د وېډیو ګېم د ټورنمنټ پر مهال سوې ده. د فلوریډا د قانون نافذوونکي ادارې یوه چارواکي مایک ولیمیز پرون خبریالانو ته وویل، ګمان کوي چي ډزې ۲۴ کلن ډېوېډ کتز چي د میريلنډ د بالتیمور اوسېدونکی دی کړي دي. تر اوسه د دې پېښي علت نه‎دی څرګند سوی.

Read More »

د جرمني هغه خبریاله چي د ترورېزم اړوند تورونو له امله په ترکیه کي زنداني وه، له خوشي کیدو وروسته پرون یکشنبه خپل کور ته ورسیده

 میسالي تولو په اشټوټګارټ ښار کي خبریالانو ته وویل، دا به د هغو کسانو د خلاصون لپاره خپلي مبارزې ته دوام ورکړي چي لا هم په ترکیه کي زنداني دي. هغې وویل، دا خپل کور ته ورسېده، خو لا هم د ترکيې د حکومت سیاسي مخالفین، وکیلان او محصلین چي شمېر يې ۷۰ زرو ته رسېږي، زنداني دي. خبریاله تولو ...

Read More »

امریکایي سناتور جان مک کین د ۸۱ کلونو په عمر مړ سو

هغه چي د افغانستان د جګړې او ټرمپ د حکومت ستر منتقد ګڼل کېده، له څه مودې راهیسي د سرطان په ناروغۍ اخته و. مک کین په امریکا کي تر ټولو مشهور او محبوب سناتور ګڼل کېده. هغه شپږ دورې د امریکا په سنا کي دنده ترسره کړې وه.

Read More »