سيمه او نړۍ

پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هیواد په شمال لویدیځ کي د سکرو د یوه کان د چت د نړیدو له امله د معدن ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هیواد په شمال لویدیځ کي د سکرو د یوه کان د چت د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل سوي او څلور تنه نور ټپیان دي. دا پیښه پرون خیبر ایجنسي ته څیرمه په ادم خیل دره کي وسوه. تر دې دمه د کان د چت د نړیدو اصلي علت نه دی روښانه سوی. د ...

Read More »

اپل کمپنۍ اعلان وکړ، چي خپل نوي آیفونونه (آیفون ایکس ایس او آیفون ایکس ایس مکس) یې بازار ته وړاندي کړي دي

د اپل کمپنۍ دغه دوه نوي مبایلونه ددغه مبایل تر پخواني نسل چټک او په ځینو برخو کي متفاوت دي. خو ظاهري ډيزاین یې دومره توپير نه دی کړی. دواړه مبایلونه په شاتنۍ برخه کي غبرګي ۱۲ میګاپيکسلي کامرې لري. د آیفون له مخکینیو نسلونو سره یې ستر توپیر دا دی، چي دا مبایلونه دوه سیمکارتونه کارولای سي. آیفون لس ...

Read More »

د سپټمبر د ۱۱ په پیښه کي سلګونه وژل سوي کسان لا هم نه دي پېژندل سوی

  په نیویارک کي یوه تحقیقاتي اداره وایي، چي د نیویارک له پېښي څه باندي ۱۷ کلونه اوړي خو لا هم د ۱۱۱۱ مړو هویت نه دی روښانه سوی. دغه اداره وايي دوی هره ورځ څېړني کوي، څو د جسدونو د پاته سونو په مرسته ددوی هویت څرګند کړي. د یادې ادارې د مشرانو په خبره ګڼ امریکایان یې دفتر ...

Read More »

د اروپايي ټولني یوه ویاند روسي رسنیو ته ویلي، دوی د ای سي سي له وروستیو اقداماتو ملاتړ کوي

ویاند زیاته کړې اروپايي ټولنه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د عدالت د تامین ملاتړې ده او د هر هغه اقدام هر کلی کوي چي په هغه کي عدالت تامین سي او مجرمین خپله سزا وویني. اروپايي ټولني داسي مهال ددغه محکمې له اقداماتو هر کلی کړی، چي امریکا یې له کارونو سره مخالفت ښودلی دی. امریکا ویلي ای ...

Read More »

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي ویلي، امریکا یو ځل بیا د پاکستان له نوي حکومت جدي غوښتنه کړې چي د ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه اوچت کړي

د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو څرنګوالي د ترهګرۍ ضد مبارزې پوري اړوند دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي ویلي، امریکا یو ځل بیا د پاکستان له نوي حکومت جدي غوښتنه کړې چي د ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه اوچت کړي. د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازي ...

Read More »

((مذهبي مشران، ملایان او توندلاري ډلي پاکستان د ګډوډۍ کندي ته ټیل وهي))

ډان ورځپاڼه په یوه مطلب کي لیکي، پاکستان د ترهګرۍ او توندلارۍ په منګولو کي ښکېل دی. په مطلب کي راځي، توندلاري ډلي په حکومت کي نفوذ لري او حکومت نه سي کولای دغه ډلي تصفیه کړي. د مطلب لیکوال لیکي، چي په پاکستان کي روانه سختدریځي به ددې سبب سي، چي دغه هیواد له لا ډېرو ګډوډیو سره مخ ...

Read More »

په پاریس کي یوه کس د چاکو په مرسته ۷ تنه ټپيان کړي دي

  چارواکي وايي، داسي نښي نسته چي وښيي دا برید له ترهګرۍ سره تړاو لري. د دوی په خبره، د څلورو ټپیانو صحي وضعیت خراب دی. د راپورونو له مخي بريد د شپې شاو خوا يوولس بجې د پاريس (کي د له لووا) سيمه کي سوى. بريد گر چي د ځايي رسنيو په وينا يو افغان دى اوس پوليسو نيولى. ...

Read More »

په مصر کي د ۲۰۱۳ کال مظاهرو په تړاو سلګونه کسان محاکمه سول

د مصر يوې محکمې په ۲۰۱۳م کال کي پلازمېنه قاهره کي د لاریونونو په تړاو چي امنیتي ځواکونو پکښي سلګونه لاریونیان ووژل، ۷۵ کسانو ته د اعدام ورکړل سوې سزا تایید کړه. سزا سره مخیدونکو کي د اخوان المسلمین ځیني مشهور غړي هم شامل دي. لسګونو نورو ته د عمري بند سزا ورکړل سوې. نور اووه سوه کسان د لنډي ...

Read More »

په جاپان کي د خونړۍ زلزلي له امله ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د رسنیو د راپورونو له مخي دغه زلزلې په هوکیادو جزیره کي لسګونه کسان زیانمن کړي دي. جاپاني رسنۍ وايي په پېښه کي ۱۶ کسه وژل سوي او ۲۶ نور لادرکه دي. د زلزلې قوت د ریشتر په درجه ۶،۷ و او له امله یې ځمکه ښویېدلې ده. د ځمکي د ښوېدو په پېښه کي سلګونه کورونه تر خاورو لاندي ...

Read More »

د اوکراین د ختیځ روسيي بیلتون پالو دینیس پوشیلین د دونیڅک سیمي د نوي مشر په توګه ټاکلی دی

بېلتون پال دونیڅک سیمه له اوکراین څخه جلا یو خپلواکه جمهوریت ګڼي. پوشیلین وروسته تر هغې د دونیڅک د بېلتون پالو د مشر په توګه ټاکل کېږي چي د دې سیمي پخواني مشر الکسندر زخارچینکو د اګست په یو دیرشمه په یوې بمي چاودنه کي ووژل سو. راپورونه وايي، دینیس پوشیلین تر اوسه دوه ځله د ترور له هڅي ژوندی ...

Read More »