سيمه او نړۍ

شمالي کوریا د امریکا مرستیال ولسمشر سره د خبرو پروګرام لغوه کړ

د شمالي کوریا چارواکو د مایک پنس  سره د خبرو په خاطر جوړ سوی پروګرام تر پيل یوازې څو شېبې مخکې لغوه کړه. تمه وه د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون خور په جنوبي کوریا کي د روانو ژمنیو المپيکي لوبو پر مهال له مایک پنس سره وګوري. د مایک پنس د دفتر رئیس نیک ایزر ویلي، چي ...

Read More »

داعش د عراق لږ ترلږه ۷۲ ملېشه ځواکونه ووژل

دا برید داسي مهال سوی چي دوي میاشتي تر مخه بغداد په ټول عراق کي د داعش پر وړاندي د کامیابۍ اعلان کړی و. په عراق کي د عمومي بسیج ځواکونو چي عمدتاً د شیعه ملېشو یوه ډله ده، په یوې اعلامیه کې ویلي، چي دا برید په حویجه سیمه کي سوی دی. حویجه د بغداد شمال ته په ۳۰۰ ...

Read More »

په ایران کي الوتکه را لوېدلي ده

د ایران د بېړنیو چارو اداره وایي، یوه ایرانۍ الوتکه له لسګونو سپرلیو سره په مرکزي ولایت اصفهان کې راغورځېدلي ده. د دغي اداري مشر حسین کوليوند فارس وویل، چي دغه الوتکه چي سپرلۍ یې د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ وه، په سیمیروم سیمه کي راغورځېدلي او ټولو بېړنیو ځواکونو ته د تیارسئ امر ورکړل سوی دی. د هغه په ...

Read More »

ریکس ټیلرسن: ترکیه باید په عفرین سیمه کي عملیاتو ته پام وکړي

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل، چي د ترکیې دا حق واشنګتن په رسمیت پېژني چي د خپلو پولو امنیت تامین کړي. ریکس ټیلرسن په ورته وخت کي له انقرې وغوښتل چي د سوریې په عفرین سیمه کي دې خپلو عملیاتو ته پام وکړي او داسي څه دي نه کوي چې ورسره په سیمه کې ستونزې ...

Read More »

په امریکا کي یوه ۱۹ کلن هلک ۱۷زده کوونکي وژلي

امریکايي چارواکي وايي، چي یوه ۱۹ کلن هلک چي په فلوریډا ایالت کي له یو ښوونځۍ څخه ایستل سوی وو، تېره ورځ د دغه ښوونځي ۱۷ زده‌کوونکي او یو شمېر کارکوونکي یې په ډزو وژلي دي. نیکولاس کروز چي د ناڅرګندو دلایلو له مخي له خپل ښوونځي څخه ایستل سوی و تر دغه مرګوني حملې یو ساعت وروسته ځان بې ...

Read More »

امریکا : د ملي امنیت دفتر ته نږدې ډزو درې تنه ټپیان کړیدي

چارواکي وایي، چې د امریکا په میرلنډ ایالت کي د امریکا د ملي امنیت مرکزي دفتر ته نږدې د ډزو او د موټر د ټکر پر مهال لږ تر لږه درې تنه ټپیان سوي او درې کسه هم نیول سوي دي. دغې امنیتي ادارې پرون وویل، چي یوه موټر هڅه کوله چي د ملي امنیت مرکزي ادارې ته د «فورت ...

Read More »

امریکا: په سوریه کي د روسې قراردادي سرتیرو د وژني په اړه معلومات نه لري

د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز مټیس وايي، په سوریه کي د امریکا په هوايي بریدونو کي د څو روسي قراردادي سرتیرو د وژل کیدو په اړه یې څه خبر نه دی ترلاسه کړی. هغه وویل: “په رسنیو کې په دي اړه ځیني رپوټونه سته، خو ما داسي خبر نه دی ترلاسه کړی چي روسي پوځیان، یا غیر روسي او یا د روسیې ...

Read More »

په روسیه کي د لوېدلي مسافر وړونکي الوتکي د مړو پيدا کولو عملیات به په یوه اوونۍ دوام وکړي

پرون یکشنبه له مسکو شااوخوا ۸۰ کیلومتره لیري یوه مسافر وړونکي الوتکه ولوېده چي پکښي ټوله ۷۱ سپرلۍ ووژل سوه. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزیر ولادیمیر پوچکوف نن دوشنبه سهار خبریالانو ته وویل چي په سیمه کي د مړو د لټون عملیات روان دي او تر اوسه پوري یوازي دوه جسده پيدا سوي دي. اخوا د روسیې د تحقیقاتو ...

Read More »

محمود عباس د فلسطین مشر له پوتین سره د لیدلو په خاطر مسکو ته په سفر  ولاړ

عباس به هڅه وکړي چي په هغو برخو کي د پوتین ملاتړ تر لاسه کړي چي فلسطینیان یې په سر له امریکا متحده ایالتونو سره مخالف دي. لومړی تمه وه چي عباس له پوتین سره په سوچي ساحلي ښار کي وګوري، خو پوتین سوچي ته خپل سفر لغوه کړ، څو د یوې مسافروړونکې الوتکې د سقوط د پېښې پایلې وڅاري. ...

Read More »

امریکا: د شمالي کوریا په وړاندي امریکا او جنوبي کوریا یو دي

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، د سیول او پیویانګ په اړیکو کي له ظاهري ښيګڼي سره سره، امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په وړاندې په خپلو پالیسیو کې متحد پاته دي. ښاغلي پنس پرون شنبه وویل، چي دی او د جنوبي کوریا ولسمشر پردي سره سلا سوي چي د شمالي کوریا ډیپلوماټیکه او اقتصادي انزوا باید ...

Read More »