په امریکا کي یوه ۱۹ کلن هلک ۱۷زده کوونکي وژلي

امریکايي چارواکي وايي، چي یوه ۱۹ کلن هلک چي په فلوریډا ایالت کي له یو ښوونځۍ څخه ایستل سوی وو، تېره ورځ د دغه ښوونځي ۱۷ زده‌کوونکي او یو شمېر کارکوونکي یې په ډزو وژلي دي.

نیکولاس کروز چي د ناڅرګندو دلایلو له مخي له خپل ښوونځي څخه ایستل سوی و تر دغه مرګوني حملې یو ساعت وروسته ځان بې له کوم تاوتریخوالي پولیسو ته تسلیم کړ.

دغه حمله تېره ورځ د میامي په ۷۰ کېلو مترۍ کي د فلوریډا د پارکلند په سیمه کي د درسي ساعت تر پای ته رسېدو وروسته رامنځته سوه.

ولسمشر ټرمپ تر دغي حملي وروسته په خپل لومړني ټویټ کي د پېښي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلي.

په سیمه کي د سکاټ اسرائیل په نوم پولیس ویلي، چي د دغې پېښي په قربانیانو کي د ښوونځي زده‌کوونکي او د دغه ښوونځي کارکوونکي شامل دي چې اکثره‌ یې د ښوونځي په ودانۍ کې وژل سوي دي.

دا په روان میلادي کال کي د امریکا په ښوونځیو کي ۱۸مه وسله‌ واله حمله ده چي رامنځته کېږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...