په روزګان کي هوايي برید ۶ وسله وال طالبان وژلي

د روزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي د بهرینو ځواکو په هوايي بریدونو کي د طالبانو د یوه قوماندان ملا غازي په کډون ۶ وسله وال طالبان وژل سوي او ۴ تنه نوري ټپیان دي.

په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي عملیاتي کنډک قوماندان ملک زین الله وویل، چې بهرینو ځواکوانو دغه هوايي برید د مرکز ترینکوټ اړونده ګرم آب سیمه کي د وسله والو طالبانو پر ټن ځای کړی دی.

نوموړی وايي، چي د یاد برید پر مهال د وسله والو طالبانو زیات شمېر سپکي او درني وسلي هم لمنځه تللي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...