سيمه او نړۍ

سوریه: ددې هیواد په ختیځه غوطه کي ۸۰ ملکیان د هوايي بریدونو په پایله کي وژل سوي

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چي مرکز يې په بريتانيا کي دى وايي، په ختيځه غوطه کي د روسيې په هوايي حملو کې پرون لږ تر لږه ٨٠ تنه ملکيان وژل سوي دي. د سوريې په ختيځه غوطه کي پرون هوايي حملو په لسګونو ملکيان وژلي او په زرګونو نور له خپلو کورونو کډې کولو ته مجبوره ...

Read More »

پاکستان: په لاهور کي ځانمرګي برید ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د پاکستان د پنجاب په لاهور ښار کي د ځانمرګي برید په ترڅ کي لږ تر لږه ۹ تنه وژل سوی او ۲۵ نور ټپیان دي. په لاهور ښار کې د پولس یو جګپوړي چارواکي ډاکټر اشرف حیدر وایي، پیښه تېره شپه ناوخته د لاهور ښار اړوند په رایوینډ سیمه کي رامنځته سوې ده. نوموړي زیاته کړه، چي د برید ...

Read More »

پېژندل سوی فزیک پوه سټیفن هاکینګ مړ سو

نړیوال نوموتی فزیک پوه سټیفن هاکینګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ سو. دا خبر د نوموړي کورنۍ تأیید کړ. د هاکینګ کورنۍ رسنیو ته وویل، چي نوموړی نړیوال پېژندل سوی پوه وو، چي کار او میراث به یې تر ډیرو کلونو  پاته وي. سټیفن هاکینګ یو وتلی ستور پیژندونکی و، ډېری کتابونه یې په دې اړه لیکلي دي. هاوکینګ ...

Read More »

افغان کرکټ ملي لوبډله به سبا د نړیوال په جام غوراوي پړاو کي د ویسټ انډیز سره مخامخ سي

افغان لوبډله په ګروپي دور کي تر درېیو ماتو او یوې بریا وروسته شپږو غوره لوبډلو ته لار پیدا کړه او له ویسټ انډیز سربېره به  له عربي متحده اماراتو او ایرلنډ سره هم لوبي وکړي. د افغانستان او ویسټ انډیز لوبه د زمبابوې په مرکز هراري کي د افغانستان پر وخت سبا د غرمي پر وخت پر دولس بجې ...

Read More »

په نیویارک کي د یوې چورلکي د رالویدو له امله پنځه تنه وژل سوي

د اسوشټيډ پرېس خبري آژانس د خبر له مخي دغه الوتکه تیر ماښام د روز ولټ جزیرې ته څېرمه په یوه سیند کي لوېدلي ده. د سرچینې په وینا په پېښه کي د الوتکي پنځه کسه سپرلي وژل سوې او یو بل ټپي دی. د نیویارک ښار ساحلي ګارد ویلي چي د پېښي په اړه پلټني رواني دي او د ...

Read More »

په ایرن کي هغه ښځي د پولیسو لخوا نیول سوي، چي د مارچ ۸ يې لمانځل

یو شمیر ایرانیو میرمنو ته اجازه نه ده ورکول سوي، چي د ښځو نړیواله ورځ ولمانځي. په تهران کي ځینو میرمنو غوښتل چي د مارچ اتمه ولمانځي ددي هیواد د پولیسو لخوا نه دي پرېښول سوي. . د ښځو د حقونو فعالانو ویلي وو، چي د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت به د نورو حقونو ...

Read More »

د شمالي کوریا ولسمشر: له دي وروسته دي جنوبي کوریا د شمالي کوریا د توغندیو د ازمویلو په اړه اندېښنه نه کوي

کیم جونګ اون ویلي، له دي وروسته د جنوبي کوریا ولسمشر اړتیا نه لري، چي سهار له خوبه پاڅي او د ملي امنیت شورا په غونډه کي ګډون وکړي، بیا د شمالي کوریا د توغندیو په اړه بحث وکړي. د رسنیو د راپور له مخي د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي، دی جدي دی او له دي وروسته ...

Read More »

په چیچنا کي د هلیکوپتر د رالویدو له امله ۶ کسان وژل سوي دي

په چیچنیا کي د هلیکوپټر د را نسکورېدو په يېښه کې ۶ کسان وژل سوي دي. د راپورونو له مخې دا هلیکوپټر د ګُرجستان پولي ته نږدې غورځېدلي ده. د چچنیا مشر رمضان قادروف وویل، دا هلیکوپټر د چچنیا د سرحدي ساتونکو وه او د هوا خرابوالی ښايي د دي پېښې د غورځېدو اصلي لامل واوسي. روغتیايي چارواکو بیا ویلي ...

Read More »

د شمالي کوریا ولسمشر د جنوبي کوریا سره د خبرو لپاره لیوالتیا ښودلي

د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جای اېن استازو ویلي، چي د کیم نننۍ کتنه د دواړو خواوو لومړۍ کتنه وه او ښيي چي د شمالي کوریا د اټمي ازموینو له کبله دواړه کوریاګاني په خپلو اړیکو کي له کلونو کړکېچ وروسته اوس دي پایلي ته رسیدلي او هڅه کوي چې خپلي اړیکي ښي کړي. د شمالي کوریا رسنیو راپور ...

Read More »

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرک عراق ته په سفر ځي 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د یوه ورځیني سفر په موخه د عراق له ولسمشر، صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدو لپاره بغداد ته سفر کوي. عراقي چارواکو ویلي، چي سټولټنبرګ به په دي سفر کي پر انتقالي دورې او ځیني نورو مهمو مسایلو هم خبري وکړي. ویل کېږي، چي سټولټنبرګ به د یاد هېواد ...

Read More »