یو شمیر ایرانیو میرمنو ته اجازه نه ده ورکول سوي، چي د ښځو نړیواله ورځ ولمانځي.
په تهران کي ځینو میرمنو غوښتل چي د مارچ اتمه ولمانځي ددي هیواد د پولیسو لخوا نه دي پرېښول سوي.
. د ښځو د حقونو فعالانو ویلي وو، چي د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت به د نورو حقونو لپاره د ایران د کار د وزارت مخته سوله ییز لاریون وکړي.
امنیتي ځواکونو د لاریون لپاره راټولې سوې ښځي او سړي تیت او پرک کړل او داسې راپورونه هم خپاره سوي چي ایراني پولیسو تر ۱۲ زیاتې مېرمنې نیولې دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون