سيمه او نړۍ

روسیه کي د دوو بیړیو د ټکر له امله ۱۱ کسان مړه سوي دي

یاده پېښه د روسیې په ولګا سیند کي رامنځته سوې ده. د بېړنیو پېښو پر وړاندي د مبارزې چارواکو ویلي، چي د ژغورني عملیات نن هغه مهال پای ته ورسېدل چي پلټونکو د مې میاشت کې د یوې قرباني سوې ښځې مړی وموند. د چارواکو په خبره تر ټکر وروسته پنځه کسان ژغورل سوي وو، چي درې یې بستر سوي ...

Read More »

د ایران پاسداران انقلاب ډله وايي، د عراق پولو ته څېرمه مو تند لاري سخت ځپلي دي

د ایران پاسداران انقلاب ډله وایي، چې په څو وروستیو ورځو کې یې د عراق په پولو کي له تندلارو سره سختې جګړې کړې دي. په دې جګړو کي د مرګ ژوبلو د اوښتو خبره هم تایید سوې ده. د سپاه پاسداران د ځمکنیو پوځیانو قوماندان جنرال محمد پاکپور ویلي، په څو ورځو کي په لوېدیځ او شمال ختیځو پولو ...

Read More »

په سوریه کي د هوايي بریدونه پایله کي ۵۱ کسان وژل سوي دي

په سوریه کي د رژیم د مخالفو وسله والو په تر واکمنۍ لاندي سیمه کي په وروستۍ هوايي حمله کي چي شک کېږي چي روسي ځواکونو کړې، د وژل سویو کسانو شمېر ۵۱ ته لوړ سوی دی. په سوریه کي د بشري حقونو د څارني یوه خپلواکه ډله چي له لندنه فعالیت کوي، وايي چي دا هوايي حمله د جون ...

Read More »

د سعودي خلګو د روژه مات د رسولو یو انټرنټي اپلیکیشن فعال کړی دی

په دغه اپلېکېشن سره چي په ټيلیفونونو کي د نصبېدو وړتیا لري، د سعودي خلک کولای سي چي د لبنان، اردن او ترکي رسټورانونو ته د ډوډۍ فرمایش ورکړي، څو د سوریې کډوالو ته روژه ماتی وروړي. په دې ترتیب د دې ډوډۍ مرسته کوونکي او د رسټورانټ کارکوونکي د اپلېکېشن له لارې اړیکه نیسي. د روېټرز خبري اژانس د ...

Read More »

افغان کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله دیش په وړاندي دوهمه لوبه ترسره کوي

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ټیمونه نن له یو بل سره دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو دا لړۍ د هند په دهرادون ښار کي ترسره کېږي. افغانستان د دې لړۍ لومړنۍ لوبه چي تېره یکشنبه وسوه په ۴۵ منډو وګټله. د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ درېیمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه ...

Read More »

په ګواتیمالا کي اور غورځوني ۲۵ کسان وژلي دي

د ګواتیمالا ښار په څلویښت کیلومترۍ کي په یوه غره کي د اتشفشان لګېدو له امله ۲۵ تنه وژل سوي په سلګونو نور ټپیان دي او دغه راز  ۶۵۳نور امنو ځایونو ته لیږدول سوي دي. د ګواتیمالا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چي یاد اتشفشان د الرودئو کلي ته رسېدلی، کورنه یې ویجاړ کړي او هر ...

Read More »

پاکستان: په دې هیواد کي د داعش ملاتړی ملا ازاد ګرځي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي دداعش ښکاره ملاتړی او په ترهګریزو بریدونو تورن ملا عبدالعزیز په پاکستان کي ازاد ګرځي او تېره جمعه یې په لال جومات کي د جمعې تر لمانځه وړاندې وینا کړې او خطبه یې لوستي ده. مولانا عبدالعزیز په پېښور کي پر آرمي پابلیک سکول برید کي تورن بللی سوی دی او پر هغه ...

Read More »

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له سوریې سره د نښتي په لټه کي نه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره د روسیې له «ار ټي» ټلوېزیون سره د بشارالاسد د مرکې په غبرګون کي کړې چي د پنجشنبې په ورځ خپره سوه. د سوریې ولسمشر، بشارالاسد په دې مرکه کې وویل، چې که چېرې امریکايي ځواکونه ژر له سوریې ونه وزي، د هغه د پوځ او امریکايي ځواکونو ترمنځ جګړه ممکنه ده. ...

Read More »

د چین او اروپايي ټولني چارواکو ویلي، خپله ټوله هڅه به وکړي چي د ایران د اټومي وسلو د تولید مخه ونیسي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي، د جمعې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له رئیسې سره په یو گډ خبري کنفرانس کي ویلي، د ملگرو ملتونو له خوا د ایران د اټومي هوکړې ملاتړ کیږي او دا د ټولو اړخونو دنده ده چې هغه عملي کړي. د اروپایي ټولني د بهرنۍ پالیسۍ مشري فدیریکا موگیریني ...

Read More »

د پاکستان پخوانی قاضي القضات ناصر الملک د جمعې په ورځ د پاکستان د موقت لومړي وزیر په توگه لوړه وکړه

د شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د حکومت موده پوره سوه او وروسته له هغه چي عباسي د پنجشنبې په شپه له خپل مقام استعفا وکړه د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د هغه هېواد پارلمان منحل اعلان کړ. له دیموکراتیکو بنسټونو په دفاع مشهور ناصرالملک به د جولای تر ۲۵مې پورې ددغه هېواد لومړی وزیر وي. په دې وخت کي ...

Read More »