د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کي دوه پاکستاني پوځیان وژل سوي او درې تنه نور ټپیان سوي دي. د پاکستان پوځ په یوې اعلامیه کي ویلي دي، چې پوځیانو ته دا مرګ ژوبله د چهارشنبې په ورځ هغه وخت واوښته چي د دوی پر موټر د «دته خېل» په سیمه کي چاودنه وسوه. د دي چاودني مسؤلیت چا په ...
Read More »په جرمني کي ایراني سړي ځان ته اور اچولی
یو ایراني سړي وروسته له هغې ځان ته اور واچوه چي په جرمني کي یې د پناه غوښتنه رد سوه. دې سړي په جرمني د شتوتګارت ایالت په ګپینګین ښارګوټي کي د حکومت یو دفتر ته نږدې ځان ته اور اچولی دی. جرمني پولیسو د دې کس نوم نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي ۳۵ کاله عمر ...
Read More »په بلجیم کي یوه وسله وال کس دوه پولیس وژلي
د بلجیم هیواد په ختیځ لیګ ښار کي په وسلې یوه سمبال سړي دوه پولیس او یو لاروی په ډزو وژلي دي. رپوټونه وايي، په برید کي دوه نور پولیس ټپیان سوي او بریدګر یوه ښځه برمته کړې وه. پېښه د سه شنبې په سهار سوې، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړل سوي. تر اوسه پړه چا ...
Read More »پاکستاني چارواکي وايي، فاټا د پاکستان کورنۍ مسئله ده او په دې کي له افغانستان سره د سلا کولو اړتیا نسته
د فاټا د ادغام د کمیټې مشر سرتاج عزیز ویلي، فاټا د خیبر پښتونخوا له ایالتي حکومت سره یو ځای سوه، نو په دې پرېکړه کي له افغان حکومت سره سلا مشورې ته اړتیا نه وه. نوموړي ویلي، دا د پاکستان کورنۍ مسئله ده او دوی یې په حل پوهیږي. هغه زیاته کړې، چي که قبایل امن وي نو ...
Read More »د بلوچستان په مرکز کوټه کي دوه پولیس او دوه وسله وال وژل سوي دي
چارواکو ویلي، چي په سارکي سړک باندي پر موټرسایکل سپرو وسله والو پر پولیسو ډزي وکړي او دوه پولیس افسران یې ووژل. د سیمي د پولیسو یوه مشر عبدالرزاق چیمه وویل، د پېښي ځای ته د نورو پولیسو په رسېدو دواړه برید کوونکي هم وژل سوي دي. په ورته وخت کي د بلوچستان د کورینو چارو ایالتي وزیر د ...
Read More »په ایران کي د پوهنتون یو استاد سنیانو ته د سپکاوي په تور د پولیسو لخوا نیول سوی
د ایران خبري رسنۍ وايي، چي د ازاد پوهنتون د فارسي ادبیاتو د پوهنځي یو استاد د سُني مسلمانانو د سپکاوي په تور نیول سوی دی. د ایران رسنیو د هغه هېواد د سیستان او بلوچستان ایالت د څارنوال، علي مؤحد ایراد په حواله لیکلي چي د هغه ایالت په مرکز زاهدان کي د ازاد پوهنتون یو استاد د جمعې ...
Read More »فرانسه: د وسله وال برید په پایله کي دوه کسه وژل سوي دي
د رسنیو د راپورونو له مخې پېښه د فرانسې په مارسي ښار کي سوې ده. لومړني معلومات ښيي، چي وسله والو له کلاشنیکوف په استفادې پر خلکو ډزې کړې دي. فرانسوي چارواکي وایي، چي ښایي دا یو ترهګریز برید نه بلکي یوه جنايي پېښه وي. په تېرو څو ورځو کي دا په فرانسه کي دویمه ورته پېښه ده چې رامنځ ...
Read More »امریکا: په انډيانا ایالت کي پر ښوونځۍ برید سوی
د رسنیو د راپورونو له مخي، یوه کس په یاد ایالت کي پر یوه ښونځۍ برید کړی دی او په برید کي یې دوه کسه ټپیان کړي دي. برید کوونکی نیول سوی دی او څېړني ترې رواني دي. ځایي چارواکو ویلي چې پېښه په هر اړخیزه توګه څېړي او معلومات به یې وروسته له خلکو سره شریک کړي. په دې ...
Read More »په پاکستان کي سني ملایانو د احمدیانو یو مسجد له منځه وړی دی
راپورونه ښيي چې په پاکستان کي د سني ملایانو په مشرۍ یوې ډلي پارېدلو خلکو په سیالکوټ کي په احمدیانو پورې اړوند د پخواني جومات ګونبدې او منارې نړولې دي. احمدي یا قادیاني مذهبي اقلیت د پاکستان په ډېری سني ټولنه کي له پرلپسې فشارونو سره مخ دي او د پاکستان د قانون له مخي دا ډله ځان ته مسلمانان ...
Read More »د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، چي د فاټا یو ځای کول به خطرناکه پایلي ولري
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستاني حکومت له ټولپوښتنې پرته قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره یو ځای کړې دي. دده په وینا په پارلمان کي ډېری ګوندونو داسي کار په یوه دقیقه کي فیصله کړې چي له سلو کلونو راهیسې ورباندې جنجال و او دغه مسئله به پاکستان ته په ستر درد سر ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون