سيمه او نړۍ

هند: په دې هیواد  کي د ماین چاودني له امله ۶ سرتېري وژل سوي دي

د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې یاد سرتیري د سړک غاړې ماین چاودنې له امله وژل سوي دي. سرچینه وایي، چي سرتیري د ناسمو معلوماتو اخیستلو له امله د هند په شرقي جارکند ایالت کې د یاد ماین ښکار سوي دي. د سرچینې په وینا دوی ته له وړاندې لا د دې ماین په اړه خبر ورکړل سوی وو ...

Read More »

نا معلومو وسله والو د پاکستان په قبایلي سیمه کي یوه افغان کډوال په چاړه وژلی دی

د پاکستاني پولیس چارواکو په وینا، یو شمېر ناڅرګندو کسانو پرون په دېر سیمه کي د موندا بازار پر مشر برید وکړ چي په ترڅ کي  یې د یو افغان وګړی په ګډون ۷ کسان ټپیان سول. چارواکي زیاتوي، چي د عبدالکریم په نوم یوه افغان وګړی د برید په ترڅ کې ټپي سوی و چي د ژوړو ټپونو له ...

Read More »

د امریکا ستري محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه امر تأیید کړ، چي امریکا ته د څو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګوي

  د سې شنبې د ورځې دا پریکړه د امریکا د سترې محکمې لومړنۍ داسي پریکړه ده چي د ټرمپ ادارې د پالیسۍ په اړه یې کوي. تردې مخکي ابتدايي محکمو د څو هېوادونو څخه امریکا ته د وګړو پر سفر د ولسمشر ټرمپ دا بندیز د امریکا د اساسي قانون سره په مخالفت کې بللی و. همدارنګه د کډوالو ...

Read More »

اوکراین: په کیف ښار کي پولیس د تیار سیٔ حالت غوره کړی

د کیف پولیس وایي، په‎دغه ښار کي وروسته له هغه دوی په تیار سئ حالت کي دي چي د لیبیا د یوه ډیپلوماټ زوی د اوکراین په پلازمېنه کي وتښتول سو. پولیس وایي، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د غرمې مهال د دوو نامعلومو کسانو له‎خوا سوې ده. عیني شاهدانو پولیسو ته ویلي، چې یو کس په ابي رنګه ...

Read More »

رجب طیب اردوغان د څلورم ځل لپاره د ترکیې جمهور رئیس سو

اردوغان شاوخوا ۵۳ فیصده رأی ګټلي او تر هغه وروسته محرم اینچه څه باندي ۳۰ په سلو کي رأی لاسته راوړي دي. که کوم کاندید ۵۰ په سلو کي نه وای پوره کړی، نو انتخابات دوهم دور ته تلل. اردوغان پرون شپه ناوخته د بریا اعلان وکړ. په پرونیو انتخاباتو کې څه باندي۴۸ میلیونه د رأی په شرایطو برابرو ترکانو ...

Read More »

نورولي محسود د تحریک طالبان نوی مشر ټاکل سوی

د تحریک طالبان پاکستان ډلي په رسمي ډول د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کي خپل پخواني مشر مولوي فضل الله وژل کیدل تائید کړي او ویلي دي، چي مفتي نورولي محسود د مولوي فضل الله د ځای ناستي په توګه د دې ډلي له خوا ټاکل سوی دی. مولوي فضل الله او څلور نور ملګري یې د روان ...

Read More »

امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه ووته

په ملګرو ملتونو کي د امریکا سفیري نیکي هیلي پرون سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» اعلان وکړ چي هېواد یې په دې خاطر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووت چي د دې په خبره دې شورا د اسرائیل پر ضد دریځ نیولی و او اصلاحاتو ته ‌یې اړتیا درلوده. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ...

Read More »

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی دی

منظور پښتین ویلي، چي پاکستانی حکومت یې دي ملګري ژر تر ژره له بندخونو ازاد کړي او که دا کار و نه کړي نو ددوی غورځنګ به په ټول پاکستان کي پراخ لاریونونه پيل کړي. نوموړي تر سبا پوري د پاکستان حکومت ته وخت ورکړی دی، چي په اسلام اباد کي یې دې نیول سوي ملګري خوشي کړي. هغه ویلي، ...

Read More »

په نړیوال جام کي ګډون کوونکو  ته خبرداری ورکړل سوی دی

د امریکا او برېتانیا استخباراتي چارواکو د فوټبال هغو مینه والو ته چي د نړیوال جام لوبو لپاره روسیې ته ځي خبرداری ورکړی چي ممکن موبایل ټیلیفونونه او کمپیوټرونه یې د انټرنټ یا سایبري جاسوسي ادارو لخوا هک سي. د امریکا د استخباراتو د امنیتي مرکز مشر ویلیام ایوانینه ویلي په روسیه کي به حتی هغه خلک چي ګومان کوي ...

Read More »

منظور پښتین د دېره اسماعیل خان پېښو کي د ټپیانو پوښتني ته ورغلی 

پښتین د اختر لپاره خپل کلي ته تر ستنېدو مخکي په دیره اسماعیل خان کي د هغو ټپیانو ځای ته ورغلی دی، کوم چي په واڼه کي د حکومت پلوه طالبانو لخوا په بریدونو کي ژوبل سوي وو. دا کسان هغه وخت ژوبل سول کله چي یې د یادي ډلي پر وړاندي د علي وزیر ملاتړ وکړ. ژوبلو سویو کسانو ...

Read More »