سيمه او نړۍ

کاناډا: ګرمي هوا ۱۷ کسان وژلي دي

په دغه هېواد کي روغتیایي چارواکو ویلي، چي په مونتریال کي د تودې هوا له امله د مړو سوېو شمېر ۱۲ ته ورسېد. د مونتریال د عامې روغتیا په څانګې کې یوه مسٔوول ډاکټر ډیویډ کیسر ویلي، ډېری قربانیان هغه کسان دي چي یوازې اوسېدل او ایرکنډیش یې نه درلود. په مونتریال کي هوا خورا ګرمه سوې ده او ښايي ...

Read More »

جرمني ۶۹ افغان کډوال چي د پناه اخېستلو درخواستونه یې رد سوي وو، بېرته افغانستان ته ستانه کړل

د ۲۰۱۶میلادي کال د ډیسمبر له میاشتي را په‎ دې خوا چي جرمني د افغان پناه غوښتونکو ایستل پیل کړي دي، دا تر ټولو لویه ډله ده چي افغانستان ته لېږل کېږي. جرمني تېر کال د مې له میاشتې را وروسته چي په کابل کي د ټانکر په واسطه چاودنه وسوه او تر ۹۰ ډېر کسان پ‎کښي ووژل سول او ...

Read More »

ټرمپ د اوپک سازمان پر غړو هېوادونو ږغ کړی چي همدا اوس دي د تېلو بیي ټیټي کړي

نوموړي په یوه ټوېټ کې ویلي، چې اوپک هڅه کوي د تېلو بیې لوړي کړي او د تېلو بیو په ټيټلو کې هېڅ راز مرسته نه کوي. دده په خبره په نړیوالو بازارنو کي د تېلو بیې لوړې سوي دي نو اوپک ته په کار ده، چي ژر تر ژره دغه بیې ټيټې کړي. هغه ویلي، امریکا په ډېره ناڅېزه ...

Read More »

د امریکا ولسمشر ویلي امریکا نور د نړۍ لپاره د نقدو پیسو بانک نه دی

د سپینيي ماڼۍ ویاند رسنیو ته ویلي، ټرمپ په دې باور دی، چي امریکا نوره د نړۍ لپاره د پیسو بانک نه دی او له هېوادونو سره په وړیا توګه مرستي نه کوي. سپینې ماڼۍ ویلي، چي ټرمپ به دغه خبره په راتلونکې اونۍ کي د ناټو په غونډه کې هم وکړي. ټرمپ وايي، امریکا نور ناټو او نورو نړیوالو ...

Read More »

د ایران ولسمشر وايي، امریکا یې د نفتو صنعت ته زیان نه سي رسولای

 د ایران ولسمشر په سویس کي د خپل سفر پر مهال له خبریالانو سره خبرې کړې دي. نوموړي د امریکا پر وروستیو اقداماتو نیوکي کړي دي او په وینا یې امریکا له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي. د روحاني په خبره امریکا د ایران د نفتي صادراتو د صفر کولو خبره کوي، خو دوی به په دې کار بریالي نه سي. ...

Read More »

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، روان کال تر زرو زیات کډوال په مدیترانې سمندر کي ډوب سوي

دغه سازمان پرون وويل، شااوخوا ٢٠۴ کسان يوازي په تېرو څو ورځو کي مړه سوي چي قاچاقوونکو په ناخوندي کښتيو کي سپاره کړي وو. د کډوالۍ نړيوال سازمان يوه غړي عثماني بلبيسي وويل، د لیبيا په سواحلو کي د مړينو پېښي خورا زياتي سوي دي. د ده په خبره قاچاقوونکي د پناه غوښتونکو له هيجان څخه په استفاده دوى ته ...

Read More »

په چین کي د یوې ترافیکي پېښي له امله ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د راپورونو له مخي د چین د مرکزي سیمي په یوه ستره شاهرا ترافیکي پېښې ۱۸کسه وژلي دي. په راپورونو کې راغلي چي پېښه د چین په مرکزي ښار هونان کې سوې ده. په پېښه کي ۱۴ کسه ټپیان سوي هم دي. د پېښي لامل د مسافر وړونکي بس چټک تګ په ګوته سوی دی. چینايي پولیسو ویلي، چي له ...

Read More »

ټرمپ به د پوتین سره د جولای پر ۱۶ لیدنه وکړي

کرېملېن وایي، که چېري د امریکا ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره د سرمشریزي پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو موضوع مطرح کړي ، نو ویلادیمیر پوتین د دې موضوع د رد تکرار ته آماده دی. سپیني ماڼۍ او کرېملېن دواړو د جون پر ۲۸ اعلان وکړ چې ډونالد ټرمپ او ویلادیمیر پوتین به د ...

Read More »

پاکستان په رسمي توګه د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کي شامل سو

د راپورونو له مخي د پاکستان له بې شمېره ديپلوماتیکو منډو ترړو سره سره تېره ورځ د پاریس غونډي پرېکړه وکړه، چي پاکستان به د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کي شاملوي. د (FATF) نړیوالې ادارې تېره ورځ د غړو هېوادونو په تایید پاکستان په رسمي توګه د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې شامل کړ. ددغه ادارې ...

Read More »

د بخښني نړیوال سازمان د میانمار د لوپوړیو پوځي چارواکو د مجازات غوښتنه کړې ده

د رویټرز اژانس د خبر له مخي، یاده محکمه دا پرېکړه په داسي حال کي کوي چي د میانمار پوځ په راخین ایالت کي د روهینګیایي مسلمانانو پر وړاندې سخت بشري جنایتونه تر سره کړل. د یاد سازمان په خبره پر میانمار باید پوځي او نور بندیزونه هم ولګول سي. د بخښنې نړیوال سازمان له ۲۰۱۷ کال راهیسې د روهینګیایي ...

Read More »