د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، روان کال تر زرو زیات کډوال په مدیترانې سمندر کي ډوب سوي

دغه سازمان پرون وويل، شااوخوا ٢٠۴ کسان يوازي په تېرو څو ورځو کي مړه سوي چي قاچاقوونکو په ناخوندي کښتيو کي سپاره کړي وو.

د کډوالۍ نړيوال سازمان يوه غړي عثماني بلبيسي وويل، د لیبيا په سواحلو کي د مړينو پېښي خورا زياتي سوي دي.

د ده په خبره قاچاقوونکي د پناه غوښتونکو له هيجان څخه په استفاده دوى ته وايي، چي د مديترانې پر لارو د اروپا له ‌خوا د شرايطو تر سختېدو مخکي بايد ځانونه وباسي.

اروپا ته د پناه غوښتونکو تګ په ٢٠١۵ میلادي کال کې اوج ته ورسېد چي په زرګونه کسانو، له شمالي افريقا د سمندرونو په خطرناکو لارو ځانونه اروپا ته ورسول.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...