د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، په دغه نندارتون کي د هغو ولایتونو کرنیز محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل سوي چي پخوا به پکښې کوکنار ډېر کرل کېدل.
ښاغلي رستمي هیله ښيې چي د دا ډول نندارتونو په جوړېدو سره د کروندګرو کرنیزو محصولاتو ته بازرا موندونه وسي او په دې سره دوی وهڅول سي چي د کوکنارو د کښت پر ځای نور حلال فصل ته مخه کړي.
افغان کروندګر د دوی کرنیزو محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندني په هدف د نندارتونو له جوړېدو هرکلی کوي وايي، که حکومت ورسره مرسته وکړي، د کوکنارو پرځای به نور توکي وکري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون