حياتالله حيات پرون په جلالاباد کي د تېرې پېښې د وژل سويو د کورنيو له خپلوانو سره په کتنه کي دا خبره وکړه.
د يکشنبې په ورځ مازیګر مهال د جلالاباد مخابراتو څلورلاري ته څېرمه په چاودنه کې نږدې ٢٠ کسان ووژل سول او ٢١ نور ټپيان سول.
ډېرى وژل سوي او ټپيان د افغان هندوانو او سېکهانو غړي او مشران دي.
بېلابېلو سازمانونو او سياستوالو دغه حمله چي مسؤليت يې داعش ډلي منلى غندلې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون