د ایران ولسمشر په سویس کي د خپل سفر پر مهال له خبریالانو سره خبرې کړې دي.
نوموړي د امریکا پر وروستیو اقداماتو نیوکي کړي دي او په وینا یې امریکا له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.
د روحاني په خبره امریکا د ایران د نفتي صادراتو د صفر کولو خبره کوي، خو دوی به په دې کار بریالي نه سي.
هغه ویلي هېڅ قانون نسته چي له مخي یې باید ایران ګاونډیو هېوادونو ته تېل صادر نه کړي.
دده په خبره ایران به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او د امریکا اقدامات دغه هېواد نه سي کمزوری کولای.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون