راپور: اجمل سروري
په سوېل کي د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان په روزګان ولايت کي د نامسٔووله وسله والو د بې وسلې کېدو او د زور واکو پر وړاندي د قانوني چلند امر کړى دى.
د قول اردو قوماندان تورن جنرال امام نظر بهبو د دغه څرګندوني په روزګان کي د ملي اردو په څلورمه پلي لوا کي د قومي مشرانو يوې غونډي ته کړي دي.
هغه زياته کړه، تردې وروسته چا ته اجازه نه ورکول کېږي چي د خپل ټوپک په وسيله پر خلکو ظلم وکړي او يا هم غير قانوني کړني ترسره کړي.
جنرال بهبود له قومي مشرانو وغوښتل چي په خپلو سيمو کي هغه کسان چي د دولت وسلي په واک کې لري، ژر تر ژره يې وسپاري او که چېرې ويې نه سپاري؛ نو د هغوی پر وړاندي به نظامي عمليات ترسره کړي.
د روزګان امنيه قوماندان سمونوال محمد معروف احمدزی وايي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې په ښار کي امنيتي وضعيت ښه سوی او د هغو کسانو پر وړاندي هم قانوني چلند سوی چي زور واکي دي او يا هم ناقانونه چاري ترسره کوي.
هغه زياته کړه، لاهم ګڼ شمېرکسان ددوی اړوند ۴۱۰ ميله وسلې او ګڼ شمېر وسايط په خپل واک کي لري او که چېرې هغوی يې قوماندانۍ ته تسليم نه کړي؛ نو په زور به ترې واخیستل سي.
قومي مشران بيا له امنيتي ځواکونو سره د امنيت د ټينګښت په برخه کي د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل چي دوى هم په ښار کي له خپل سرو وسله والو په تنګ سوي دي.
دوی وایي، که چېري مسٔوولین د دا ډول کړنو مخه ونيسي؛ نو دوی به ورسره بشپړ همکاري وکړي.
امنیتې مسٔوولین په داسي حال کي د غیري قانوني کړونو د مخنیوي خبر ورکوي چې یوه اونۍ مخکې د ترینکوټ ښاریانو د اعتراض په توګه په ښارکي روان امنیتې وضعیت د اندیښني وړ بللی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون