په سویل کي د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال امام نظر بهبود وویل، د ولسمشر په امر په دغه ولایت کي د رحيم الله په نوم هغه کس ونيول سو چي د نا قانونه وسلو په مرسته يې په ترينکوټ ښارکي د ملي امنيت له ځواکونو سره وسله واله نښته کړې وه.
هغه وايي، له رحيم الله څخه يو هاموې ټانګ، د پوليسو يو رېنجر يوه ميل پيکا، ۶ ميله وسلې او يو شمېر نور مهمات هم ترلاسه سوي دي.
رحيم الله د روزګان د پخواني امنيه قوماندان مطيع الله خان ورور دى او تر دې مخکي د اروزګان د امنيت امر په توګه يې دنده ترسره کړې وه.
بهبود وایي، په ترینکوټ کي ناقانونه وسله والو پر وړاندي د مبارزي امر یې کړی او هغه وسلي او وسایط چي د امنیې قومندانۍ اړوند دي او دامهال د یوشمیر کسانو په واک کي دي ترې وابه اخیستل سي.
نوموړی وایي، لاهم ددغه ولایت یوشمیر غیري مسٔووله کسان د امنیې قومندانۍ ۴۱۰ میله وسلي په واک کي لري او که یې امنیې قومندانۍ ته ونه سپارې په زور به ترې واخیستل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون