د سپینيي ماڼۍ ویاند رسنیو ته ویلي، ټرمپ په دې باور دی، چي امریکا نوره د نړۍ لپاره د پیسو بانک نه دی او له هېوادونو سره په وړیا توګه مرستي نه کوي.
سپینې ماڼۍ ویلي، چي ټرمپ به دغه خبره په راتلونکې اونۍ کي د ناټو په غونډه کې هم وکړي.
ټرمپ وايي، امریکا نور ناټو او نورو نړیوالو بنسټونو ته وړیا پیسې نه ورکوي او نه هم د نړیوالو لپاره د نقدو پیسو بانک کېدلای سي.
ټرمپ تر دې وړاندي هم د ناټو پر غړو نیوکه کړې چي په دغه بنسټ کي یې مالي برخي کمزورې دي او ټول بار د امریکا پر اوږو دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون