امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه ووته

په ملګرو ملتونو کي د امریکا سفیري نیکي هیلي پرون سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» اعلان وکړ چي هېواد یې په دې خاطر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووت چي د دې په خبره دې شورا د اسرائیل پر ضد دریځ نیولی و او اصلاحاتو ته ‌یې اړتیا درلوده.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې دا پرېکړه ستایلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشر رعد الحسین بیا دا پرېکړه خواشینوونکې بللې ده.

اروپايي ټولنې ویلي:

“د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه به په نړیواله کچه د ډموکراسۍ د ملاتړي او اصلي لوبغاړي په توګه د امریکا رول تر سیوري لاندې راولي.”

اروپايي ټولنې ویلي چې ټول ۲۸ غړي هېوادونه‌یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ژمن پاته کېږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...