په سوریه کي د هوايي بریدونه پایله کي ۵۱ کسان وژل سوي دي

په سوریه کي د رژیم د مخالفو وسله والو په تر واکمنۍ لاندي سیمه کي په وروستۍ هوايي حمله کي چي شک کېږي چي روسي ځواکونو کړې، د وژل سویو کسانو شمېر ۵۱ ته لوړ سوی دی.

په سوریه کي د بشري حقونو د څارني یوه خپلواکه ډله چي له لندنه فعالیت کوي، وايي چي دا هوايي حمله د جون میاشتي پر اوومه نېټه، د سوریې په ادلب ښار کي سوي چي نهه تنه ماشومان هم په کې وژل سوي دي.

د دې ادارې مشر، رامي عبدالرحمان ویلي، جنګي الوتکو چي غالباً د روسیې وي، د شپې له خوا، د ادلب په شمالي کي د زردانا په سمیه کي حملي کړې دي.

د روسیې د دفاع وزارت دا خبرې رد کړې او د روسیې د دولتي خبري اژانس، تاس په حواله، ویلي يې دي چي له حقیقت سره هېڅ اړخ نه لګوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...