د چین او اروپايي ټولني چارواکو ویلي، خپله ټوله هڅه به وکړي چي د ایران د اټومي وسلو د تولید مخه ونیسي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي، د جمعې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له رئیسې سره په یو گډ خبري کنفرانس کي ویلي، د ملگرو ملتونو له خوا د ایران د اټومي هوکړې ملاتړ کیږي او دا د ټولو اړخونو دنده ده چې هغه عملي کړي.

د اروپایي ټولني د بهرنۍ پالیسۍ مشري فدیریکا موگیریني د چین د دریځ په ستاینې ویلي اروپایي ټولنه او نور شریکان په بشپړه همغږۍ کار کوي چي دغه هوکړه وساتل سي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت له ایران سره له اټومي هوکړي ووت او و یې ویل چي د ایران اټومي تړون د بالستیک توغندیو د تولید په مخنیوي او په منځني ختیځ کي د ایران د ورانکاریو په منع کولو کي پاته راغلی دی.

خو د امریکا پر خلاف اروپايي ټولني او ګڼو نورو هېوادونو بیا ددغه هوکړې ملاتړ کړی دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...