د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز مټیس وايي، په سوریه کي د امریکا په هوايي بریدونو کي د څو روسي قراردادي سرتیرو د وژل کیدو په اړه یې څه خبر نه دی ترلاسه کړی.
هغه وویل:
“په رسنیو کې په دي اړه ځیني رپوټونه سته، خو ما داسي خبر نه دی ترلاسه کړی چي روسي پوځیان، یا غیر روسي او یا د روسیې قرارداي پوځیان دي په وژل سوو کي شامل وي، د دفاع وزارت مرکزي قوماندانۍ ته داسې څه خبر نه دی راغلی.”
خو د روسي قراردادي پوځیانو خپلوان، کورنۍ او ملګري وايي، چي د فبرورۍ په اوومه لسګونه روسي قراردي پوځیان په دي برید کې وژل سوي دي.
که څه هم مټیس د روسي قراردي پوځیانو له وژني بې خبري ښيي، خو د «سي. ای. اې» رئیس مایک
پومپيو ویلي، کیدای يي د امریکا استخباراتي سرچینې له دي خبري وي چي په حمله کې د روسيې
قراردادي پوځیان شامل وو، ځکه په بیلابیلو برخو کې بهرنیو ځواکونو په هغو جګړو کي چي قراردادي پوځیان کارولي چي هدف یې د امریکا په خوا ورتلل دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون